د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه مایع ګازو د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ خبرتیا

org_admin
Tander- تدارکات- خبرتیا

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره

د معیار او کیفیت اداره ټولو پر شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه اوبلن (مایع) ګازو د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. مینه وال کولای شي د اړوندې شرطپاڼې الکټرونیکي بڼه (سافټ) په وړیا توګه په فلش ډرایو کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت او یا هم د ملي تدارکاتو له وېب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان باید خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د نافذه اصولو او قانون له مخې، په سرتړلې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰) تقویمي ورځو پورې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت ته، چې په کابل – جلال آباد لویه لار، له نوي سړک تېر، صنعتي ښارګوټي کې موقعیت لري، وسپاري.

وروسته له ټاکلي وخت څخه رارسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستې غونډه د اعلان له خپرېدو (۱۰) تقویمي ورځې وروسته، د ۱۴۰۵ کال د لړم (عقرب) میاشتې په ۱۳ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، له غرمې مخکې په (۱۰:۰۰) بجو د معیار او کیفیت ادارې په درېیم پوړ کې، د تدارکاتو آمریت په انګړ کې ترسره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۵:۲۷ اداره معیار و کیفیت، واقع سرک نو، شاهراه کابل جلال آباد، ساحه پارک های صنعتی، نا رسیده به ریاست سابقه افسوتر کابل
Background image

اعلان داوطلبی تهیه و تدارک (۱۸۵۰۰) کیلوگرام گاز مایع برای تسخین شعبات بابت سال مالی ۱۴۰۵

اداره معیار و کیفیت از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می‌نماید تا در پروسه داوطلبی تهیه و تدارک (۱۸۵۰۰) کیلوگرام گاز مایع برای تسخین شعبات بابت سال مالی ۱۴۰۵ اشتراک نموده و سافت شرطنامه . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۵۰ صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره
Background image

اعلان تصمیم اعطای قرارداد

به اطلاع عموم اشخاص حقیقی و حکمی رسانیده می شود، اداره معیار و کیفیت در نظر دارد قرارداد پروژه "ترمیمات اساسی تمام تشناب های تعمیر چهارمنزله و تعمیر ریاست مالی، ایجاد پارتیشن ها از تخته . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۹ واقع سرک نو شاهراه کابل جلال آباد ساحه پارک های صنعتی نا رسیده به ریاست سابقه افسوتر کابل
Background image

اعلان تصمیم اعطای قرارداد

به اطلاع عموم  اشخاص حقیقی وحکمی رسانیده می شود، اداره معیار و کیفیت در نظر دارد قرارداد پروژه تهیه و تدارک وسایل آزمایشگاهی و فعال سازی مترولوژی حقوقی ولایت کابل  بابت سال مالی ۱۴۰۵"را . . .

Back to tenders

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ادارې د څانګو د تودولو په موخه د (۱۸۵۰۰) کیلوګرامه مایع ګازو د تدارک او چمتو کولو د داوطلبۍ خبرتیا