د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کندهار ولایت  نفتي توکو له یو شمېر سوداګرو او پلورونکو سره وکتل

Moasaq_admin
Mon, Jan 02 2023 11:34 AM
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کندهار ولایت  نفتي توکو له یو شمېر سوداګرو او پلورونکو سره وکتل

۱۴۴۴ هجري ۸ جمادي الثاني

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم د کندهار ولایت د نفتي توکو له یو شمېر سوداګرو او عرضه کوونکو سره وکتل. په دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد، د دې ادارې مالي او اداري مرستیال  مولوي عطاء الله فرید، د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري , مطابقت او ارزونې رئیس مفتي فضل اارحمن منصور ,رئیسانو او اړوندو مسوولینو ګډون کړی وو.

په ياده ناسته کې د  سټنډرډ ملي ادارې رئيس د بازار په اصلاح، د سوداګرو د ستونزو پر حل او د خلکو د رضايت په برابرولو ټينګار وکړ او ويې ويل؛ زموږ ژمنه دا ده چې د هېواد په بازارونو کې د ټیټ کیفیت نفتي توکو پېر او پلور پای ته ورسوو. هغه زیاته کړه: د خلکو روغتیا او خوندیتوب زموږ او ستاسو د ټولو ایماني وظیفه ده او د همدې اصولو په نظر کې نیولو سره موږ له ګرانو سوداګرو سره همکارۍ ته چمتو یو.

ورپسې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد د نفتي موادو د کیفیت د لوړولو له پروسې څخه چې په دې وروستیو کې د ملي سټنډرډ ادارې له خوا پیل شوی، د خلکو د رضایت یادونه وکړه او ویې ویل چې موږ هڅه کوو چې د کیفیت د لوړولو په برخه کې هڅې وکړو. د معیارونو د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي کچه.

د دې ترڅنګ د سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه د سوداګرو نظریات او وړاندیزونه واورېدل او څرګند کړ؛ د سټنډرډ ملي اداره چمتو ده چې د سوداګریزو توکو د کیفیت په برخه کې اړین معلومات او همکارۍ چمتو کړي

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د کندهار ولایت  نفتي توکو له یو شمېر سوداګرو او پلورونکو سره وکتل