د سټنډرډ ملي ادارې د لابراټوارونو د پنځو کړنلارو څېړنه او نهايي کول.

Moasaq_admin
Thu, Jul 15 2021 10:29 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د لابراټوارونو د پنځو کړنلارو څېړنه او نهايي کول.

۲۲/چنګاښ/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د لابراټوارونو د هغو پنځو کړنلارو چې د سټنډرډ عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ تایید شوي وو، د بحث او څېړنې غونډه ترسره شوه. دغه ناسته چې د انسا ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه، د دې ادارې لوی رییس ښاغلي ذبیح الله زیارمل، تخنیکي عمومي رییسې ساناز سلیمي، د ماليې، ټولګټو، ځمکو او ښارجوړونې وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ادارې، د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونو استازو او د دې ادارې د لابراټوارونو د برخې مسوولینو په کې برخه درلوده.

په پیل کې ښاغلي زیارمل په بېلا بېلو سکټورونو کې د لابراټوارونو د فعالیت او ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د دې ادارې د لسو لومړیتوبونو پر بنسټ ټول لابراټوارونه باید فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې بنسټیزه موخه مو د واضیح کاري تګلارو، کړنلارو او د قوانینو په رښنايۍ کې د معیاري چوپړتیاو وړاندې کول دی.

د ناستې په اوږدو کې ښاغلي زیارمل د اړونده ادارو له همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې انسا اداره په دې برخه کې شونتیاوې، ظرفیتونه او انساني ځواک لري چې د مستهلکینو اړتیاو او د عوایدو کچې ته په کتو حقوقي بنسټیزو جوړښتونو ته اړتیا لري. هغه د مټرولوژي، ودانیزو توکو، نساجي او چرم لابراټوارونو فعالولو ته له پوره چمتووالي ډاډ ورکړ.

په دغه ناسته کې د ودانیزو توکو مرکزي لابراټوار د کاري کړنلاري د غني کولو، د برښنا او نساجي لابراټوارونو د تجهیزاتو د کړنلارو او عیارولو او محیطي شرایطو او کاري ساحې ته په کتو د اندازه نیونې وسایلو په اړه علمي او تخنیکي بحثونه ترسره شول او پرېکړه وشوه، څو په راتلونکې ناسته کې د اړینو ټکو له زیاتولو وروسته کلي هوکړې ته ورسېږو او پایلې یې ټولو ته د منلو وړ وګرځي.

انسا د خپلو کاري تګلارو په برخه کې د توکو د کیفیت لوړونې او د توکو او محصولاتو د باور لوړونې په برخه کې عملي ګامونه ترسره کوي.

 

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د لابراټوارونو د پنځو کړنلارو څېړنه او نهايي کول.