د سټنډرډ ملي ادارې او د ترکیې هېواد د ټیکا اژانس تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو ګډه ناسته ترسره شوه.

Moasaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۸:۵۳
د سټنډرډ ملي ادارې او د ترکیې هېواد د ټیکا اژانس تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو ګډه ناسته ترسره شوه.

۶/چنگاس/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې او د ترکیې هېواد د انسجام او همکارۍ آژانس ریاست (ټیکا) تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو ګډه ناسته ترسره شوه چې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ذبیح الله زیارمل او د ټیکا ادارې مشر ذوهتو چال په کې ګډون درلود.

په دغه ناسته کې ښاغلي زیارمل د افغانستان او ترکیې هېواد پر تاریخي، اقتصادي، ټولنیزو او دوستانه اړیکو بحث وکړ. ښاغلي زیارمل و ویل ترکیې د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې غوره همکارۍ ترسره کړې دي او دواړه هېوادونه د ملګرتیا بهترینه تجربه لري.

په دغه ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې په لسو لومړیتوبونو بحث وشو چې مټرولوژي، کیفي تصدیق لیکونه، وزن او کچه، لابراټوارونه، د مټرولوژۍ ملي انسټیټوټ ایجاد او دې ته ورته په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث وشو. د ښاغلي زیارمل په خبره دا چې افغانستان د قېمتي ډبرو په برخه کې غني هېواد دی، اړتیا ده چې د ډبرو د پېژندنې او کیفیت تثبیت په موخه لابراټوار رامنځ ته شي چې د دې لابراټوار ایجاد د افغانستان د ډبرو د سوداګرۍ لپاره مهمه لاسته راوړنه ده. نوموړي د مټرولوژۍ ملي انسټیټوټ او د معیاري محصولاتو د یوه دایمي نتدارتون پر ایجاد او ارزښت هم خبرې وکړې.

د دې ترڅنګ د ټیکا مشر ذوهتو چال د ښاغلي زیارمل په لیدو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو د تاریخي اړیکو پر ارزښت یې خبرې وکړې. نوموړي د ټیکا ادارې فعالیتونه واضیح کړل او په وینا یې چې دا اداره په افغانستان کې په څو برخو او په ځانګړې توګه د زده کړو او روغتیا په برخه کې پراخه چوپړتیاوې او پروژې لري. ښاغلي چال له سټنډرډ ملي ادارې سره له خپل توان سره سم د همکارۍ ژمنه وکړه او د خپلو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ. نوموړي د ښاغلي زیارمل فعالیتونه وستایل او په چارو کې یې ورته د بریا غوښتنه وکړه.

ټیکا د انسجام او همکارۍ یو اژانس دی چې شاوخوا په (۶۱) هېوادونو کې څانګې لري او د زده کړو او روغتیا په برخه کې چوپړتیاوې ترسره کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۰
Background image

افغانستان او ایران د معیار او کیفیت په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د تخنیکي او اقتصادي تعاملاتو د پراخوالي په لاره کې، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا عبدالله بشیر په خپل کاري دفتر کې د افغاسنتان لپاره د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او د ترکیې هېواد د ټیکا اژانس تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو ګډه ناسته ترسره شوه.