د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو فابریکو اتحادیې ترمنځ غونډه جوړه شوه

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۲:۲۸
د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو فابریکو اتحادیې ترمنځ غونډه جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو فابریکو  اتحادیې ترمنځ غونډه ترسره شوه په یاده غونډه کې الحاج ملا فیض الله تمیم د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ,محترم عبدالناصر رشتیا د اوسپنې ویلې کولو اتحادیې رئیس , مولوي وحید احمد بدري د دفتر رئیس , مفتي فضل الرحمن منصور  مطابقت او ارزیابۍ رئیس او اړوندو ادارتو مسؤلینو ګډون کړی وو.

الحاج ملا فیض الله تمیم د کورنیو تولیداتو پر معیاري کولو او د افغاني تولیداتو په نړیواله کچه د پېژندګلوۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او وه یې ویل: خلکو ته د رښتیني خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له کورنیو تولیدونکو سره همکارۍ ته چمتو یو, او غواړو کورني تولیدات پیاوړي کړو، موږ د هیواد سوداګرو سره تل مرستې ته چمتو یو.

د اوسپنې او فولادو د فابریکو د اتحادیې رئیس عبدالناصر رشتیا د  سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رئیس له ملاتړ او هڅونې مننه او قدرداني وکړه او د سټنډرډ ملي ادارې د وروستیو فعالیتونو ستاینه یې وکړه.

په ياده ناسته کې د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو اتحادیې محصولاتو د صادراتو د معياري کولو، ښه والي او ودې په اړه بحث او د نظريو تبادله وشوه او همدارنګه د ساختماني چارو په برخه کې د کم کيفيت لرونکو توکو د واردولو د مخنيوي لکه سيخ ګل ، چادور اوسپنه د مخنیوي لپاره یې خبرې اترې وشوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

امتحان بست‌های مسلکی اداره معیار و کیفیت از طریق رقابت آزاد برگزار شد

امتحان رقابتی بست‌های سوم و چهارم مربوط به ریاست ارزیابی مطابقت ادارهٔ معیار و کیفیت در بخش‌های: تکنیشن لابراتوار ذغال سنگ؛ تکنیشن جیو-تخنیکی سنگ، خشت، قیر و اسفالت؛ تکنیشن لابراتوار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

اداره معیار و کیفیت از بخش ذوب آهن در ولایت کابل نظارت به‌عمل آورد

بر اساس هدایت مقام محترم کمیسیون اقتصادی ریاست‌الوزرا، کمیته مشترک نظارتی روند ارزیابی و بررسی تطبیق معیارهای داخلی را در بخش تولید آهن‌آلات در شهر و ولسوالی های کابل آغاز نمود.

این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

جلسه هیئت فنی تدوین معیارهای معادن در اداره معیار و کیفیت برگزار شد

جلسه هیئت فنی تدوین معیارهای معادن اداره معیار و کیفیت، به هدف بررسی و نهایی‌سازی مسوده معیارهای مرتبط با سکتور معادن، در تالار جلسات فنی این اداره برگزار شد.

در این نشست تخصصی، مولوی. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان د اوسپنې ویلي کولو فابریکو اتحادیې ترمنځ غونډه جوړه شوه