د سټنډرډ ملي ادارې بریښنایي تجهیزاتو لابراتوار خوندیتوب او سپما راوړي
د سټنډرډ ملي ادارې د بریښنایي تجهیزاتو لابراتوار چمتو دی چې په هیواد کې د بریښنایی صنعت سکتور کې خدمات وړاندې کړي ترڅو دا محصولات له نړیوالو معیارونو سره سم لوړ کړي. دا لابراتوار د تجربه لرونکو او مسلکي پرسونل په درلودلو سره د دې وړتیا لري چې د بریښنایی وسایلو او تجهیزاتو کیفیت ازموینه او کنټرول کړي، په شمول د بریښنا میټرونه، کیبلونه، ټرانسفارمرونه، سویچونه، او داسې نور.
په هېواد کې د دغه لابراتوار شتون د اقتصاد د پياوړتيا، د برېښنا د ګواښونو د کمولو، د کورنيو توليداتو د کيفيت د لوړولو او په کورنيو بازارونو کې د ټيټ کيفيت لرونکي بهرنيو توليداتو د مخنيوي په برخه کې يو پياوړی ګام بلل کېږي.
