د ګمارنې خبرتیا

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۶
د ګمارنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

Location

ننګرهار، جلال اباد ښار، څلورمه ناحیه، د زړې څارنوالۍ دویمه کوڅه، اتم نمبر کور.

ختیځ زون د معیار او کیفیت ریاست خپل ۱۹ مسلکي خالي بستونه اعلان ته سپاري.

د ختیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د خپلو کارونو د لا ښه والي او د مسلکي کادرونو د پرځای کولو په موخه، هغه ځوانانو ته چې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه لوړې زده کړې لري، د کار کولو بلنه ورکوي.

د بستونو جزیات:

  • د بستونو شمېر: ۱۹ خالي بستونه.
  • تحصیلي کچه: ماسټري او یا لیسانس (په اړونده څانګو کې).
  • ځای: جلال اباد ښار، ننګرهار.

د نوم لیکنې مهال وېش:

  • د پیل نېټه: ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ هـ ش
  • د پای نېټه: ۱۴۰۵/۱/۱۰ هـ ش

د کاري وختونو مهالوېش:

  • د روژې په میاشت کې: د سهار له ۹:۰۰ بجو څخه د غرمې تر ۲:۰۰ بجو پورې.
  • له روژې وروسته: د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې.

د نوم لیکنې لارښوونه:

هغه مینه وال چې په شرایطو برابر وي، کولای شي د نوم لیکنې فورمې په حضوري ډول د ختیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د مالي او اداري عمومي مدیریت له څانګې یا په آنلاین ډول د معیار او کیفیت ادارې له ویب سایټ څخه ترلاسه کړي.

پته: ننګرهار، جلال اباد ښار، څلورمه ناحیه، د زړې څارنوالۍ دویمه کوڅه، اتم نمبر کور.

د اړیکو شمېرې: 0708451997 | 0767349130 | 0787520174

د معیار او کیفیت اداره؛ د خوندي او معیاري ژوند ضمانت!

 

Documents

۱۹ مسلکي بستونه
د کارموندنې فورم- د نوم لیکنې فورمه
د دندو لایحې

د ګمارنې خبرتیا