د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ډیزل او پټرول تېلو چمتو کول
Publish Date
Closing Date
د معیار او کیفیت اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (۳۹۹۶۸) لیټره ډیزل تېلـو (L02-62) او (۴۳۳۲۰) لیټره پټرول تېلو (A-92) د تدارک په پروسه کې ګډون وکړي.
مینه وال کولای شي اړونده شرطنامه د ملي تدارکاتو له وېبپاڼې څخه په سافټ بڼه او یا هم په فلش ډیسک کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه په وړیا ډول ترلاسه کړي.
خپل آفرونه په شرطنامې کې د ذکر شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم، په سرتړلې بڼه د اعلان له نېټې څخه تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې، د معیار او کیفیت ادارې تدارکاتو آمریت ته چې په صنعتي ښارګوټي، له نوې سړک تېر، کابل-جلال اباد لویه لاره کې موقعیت لري، وسپاري.
- یادونه: ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر پرانیستلو غونډه د اعلان له خپرېدو تر ۲۱ تقویمي ورځو پورې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د معیار او کیفیت ادارې په دریم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.
