د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (ودانیزو توکو، برښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، چرم او کاغذ، او د ډبرو سکرو) آزمایښتونونو د اړتیا وړ توکو پروژه
Publish Date
Closing Date
د معیار او کیفیت اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د (ودانیزو توکو، برښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، چرم او کاغذ، او د ډبرو سکرو) آزمایښتونونو د اړتیا وړ توکو د تدارک په پروسه کې ګډون وکړي.
د شرطنامې ترلاسه کول: دواطلبان کولای شي اړونده شرطنامه په فلش ډیسک کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه په وړیا ډول ترلاسه کړي.
د وړاندیزونو سپارل: خپل وړاندیزونه د شرطنامې له شرایطو او د تدارکاتو له قانون او طرزالعمل سره سم، په سرتړلې بڼه د اعلان له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې، د معیار او کیفیت ادارې تدارکاتو آمریت ته چې په صنعتي ښارګوټي، له نوې سړک تېر، کابل-جلال اباد لویه لاره کې موقعیت لري، وسپاري.
- یادونه: ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د وړانډیز پرانیستلو غونډه: د آفر پرانیستلو غونډه د ۱۴۰۵ لمریز کال د ثور مېاشتې په ۱۶ مه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د معیار او کیفیت ادارې په دریم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.
