د سټنډرډ ملي ادارې د بشري سرچینو امر معرفي شو
د سټنډرډ ملي ادارې د بشري سرچینو څانګې مشر په دنده وګمارل شو. محترم مولوي سعید احمد په رسمي توګه د دې ادارې د بشري سرچینو د امر په توګه په دريم بست کې وټاکل شو. د انسا د بیلابیلو څانګو رییسانو او مدیرانو د معرفي کولو په مراسمو کې برخه اخیستې وه.
په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس محترم مولوي وحید احمد بدري د انسا نوي بشري سرچینو امر ته مبارکي وویله او د لوی څښتن تعالی له دربار څخه ورته د رښتیني خدمت د توفیق دعا وکړه. هغه زياته کړه، چې په اداره کې به متخصصين او متعهد کسان جذب کړي.
