د سټنډرډ ملي اداره د سوداګری پر وړاندې د تخنیکي خنډونه لرې کولو لپاره لازم اقدامات ترسره  کړي دي

Moasaq_admin
Sun, Oct 16 2022 2:16 PM
د سټنډرډ ملي اداره د سوداګری پر وړاندې د تخنیکي خنډونه لرې کولو لپاره لازم اقدامات ترسره  کړي دي

١٤٤٤ ه . ق ۱۹ ربیع الاول

د TBT د تخنیکی کمیټې غونډه د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت ارزونې ریاست لخوا جوړه شوه. په دې غونډه کې د سټندرد ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، د مطابقت ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور، د اړونده وزارتونو او ادارو چارواکو ګډون کړی وو .

دا غونډه د مختلفو وزارتونو او ادارو ترمنځ د  سټندرد ملي ادارې سره د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو ، د تخنیكي مقرراتو د تطبیق او د مطابقت ارزونې د طرزونو د برابرولو په برخه كې د همغږۍ او همكارۍ په برخه كې ترسره شوه.

پدې غونډه کې، د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئیس وویل:  دین خیر خواهي او نصیحت دی نو پر همدې اساس موږ تاسو ټول باید کوښښ وکړو د ښې همغږی په لرلو سره نورو ته خیر ورسوو. هغه زیاته کړه  د اوسنۍ ناستې هدف دا دی چې د TBT سیسټم قوي کړي، خلکو ته ګټه ورسوي او ملت ته ریښتیني خدمات وړاندې کړي.

په همدې ډول د سټنډرډ ملي ادارې د مطابقت او ارزونې رئیس د TBT تجارت په وړاندې د تخنیکي خنډونو د تخنیکی کمیټې اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

وروسته ګډونوالو د تخنیکي مقرراتو په اړه خبرې اترې وکړې او د اړونده مقرراتو او کړنلارو په پلي کولو کې یې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي اداره د سوداګری پر وړاندې د تخنیکي خنډونه لرې کولو لپاره لازم اقدامات ترسره  کړي دي