د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د تورغونډۍ او اسلام قلعه له بندرونو څخه لیدنه وکړه

Moasaq_admin
Mon, Nov 14 2022 2:35 PM
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د تورغونډۍ او اسلام قلعه له بندرونو څخه لیدنه وکړه

 

 د  سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د تورغونډۍ او اسلام قلعه له بندرونو څخه لیدنه وکړه. په دې سفر کې د  سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال محترم مفتي محمد حامد، د دې ادارې د مطابقت ارزونې رئیس، د ادارې سلاکار او مولوي وحید احمد بدري د ادارې د دفتر رئیس ملګري وو.

د دغه سفر موخه په يادو بندرونو کې د انسا ادارې د فعاليتونو څېړنه او په يادو بندرونو کې د سوداګرو لپاره د لازمو اسانتياوو برابرول وو.

د  سټنډرډ ملي ادارې مشرتابه پلاوي د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو او د چارو د ښه والي په موخه د هرات ولایت له مسؤلینو سره وکتل او په دې اړه یې د هرات ولایت د سټنډرډ ملي ادارې مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د تورغونډۍ او اسلام قلعه له بندرونو څخه لیدنه وکړه