د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو نوى آمر معرفي او په کار يې پيل وکړ

Moasaq_admin
Sat, Dec 31 2022 12:17 PM
د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو نوى آمر معرفي او په کار يې پيل وکړ

۱۴۴۴ هـ.ق ۱ جمادی الثانی

محمد عبدالله السیف په رسمي ډول د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو آمر په توګه وګمارل شو. د سټنډرډ ملي ادارې مالي او ادارې معین مولوي عطاالله فرید، د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري، د مطابقت ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور، عامه پوهاوي او اړیکو امر او ویاند عاشق الله وزیري، د دعوت او ارشاد رئیس مفتي نور احمد یاسر او د ادارې اړوندو څانګو کارکوونکو ګډون کړی وو.

 

د سټنډرډ ملي ادارې مالي او ادارې معین مولوي عطاالله فرید د تدارکاتو نوي آمر ته د  دندې مبارکي وویله او د لوی خدای له دربار څخه یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه او د تدارکاتو پخواني امر فیروز براتي د کړنو څخه یې مننه وکړه.

 د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر رئیس  مولوي وحید احمد بدري په اداراتو کې تغیر او تبدیل د کارونو ښوالي او پرمختګ لپاره یو لازمي اصل وبللو او زیاته یې کړه مقام نه یوازې امتیاز دی بلکه لوی مسؤلیت دی نو ياده دنده یې يوه ديني او شرعي مسووليت وبلله او نوموړي ته یې د خدمت توفیق غوښتنه وکړه. مراسم د دعا په لوستلو سره پای ته ورسیدل.

 

 

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د تدارکاتو نوى آمر معرفي او په کار يې پيل وکړ