د سټنډرډ ملي ادارې  عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د اوسپنې د ویلي کولو له یو شمیر فابریکو څخه څارنه او لیدنه وکړله

Moasaq_admin
Sat, Dec 31 2022 2:36 PM
د سټنډرډ ملي ادارې  عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د اوسپنې د ویلي کولو له یو شمیر فابریکو څخه څارنه او لیدنه وکړله

د  سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله "تمیم"په کابل ولایت کې د اوسپنې او فولادو تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه. په دې کتنه کې له عمومي رئیس سره د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي چارو مرستیال مفتي محمد حامد، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عطاءالله فرید، رئیسانو او اړوندو مسوولینو هم حضور درلود.

دغه غونډه د هېواد له کورنيو معيارونو سره سم د سيخ ګل او ساختماني اوسپنې د توليد د څارنې، د صنعتکارانو او د فابريکو خاوندانو د هڅونې او د کورنيو توليداتو په برخه کې د خصوصي پانګونې د جلبولو په موخه جوړه شوې وه.

ښاغلي الحاج ملا فیض الله تمیم د یادې فابریکې د تولیداتو د معیاري کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او یادونه یې وکړه؛ د سټنډرډ ملي اداره هوډ لري چې د هېواد په بازارونو کې د خامو موادو د قاچاق او د جعلي توکو د پلور مخه ونیسي. هغه دغه راز. مفتي محمد حامد تخنیکي چارو مرستیال د څارنې په بهیر کې پر دوامداره څارنې او روڼتیا ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې  عمومي رئیس او ورسره مل پلاوي د اوسپنې د ویلي کولو له یو شمیر فابریکو څخه څارنه او لیدنه وکړله