د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د سټنډرډ ملي ادارې نوی تخنیکي چارو مرستیال معرفي شو.

Moasaq_admin
Mon, Feb 27 2023 4:02 PM
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د سټنډرډ ملي ادارې نوی تخنیکي چارو مرستیال معرفي شو.


 ۱۴۴۴ هـ ق ۶ شعبان
 د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم له مخې ښاغلی مولوي محمد آصف قانت د مفتي محمد حامد پر ځای د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال په توګه رسماً معرفي شو.
 او مفتي محمد حامد د کیفي د تصدیق پاڼو د رئیس په توګه معرفي شو.

 په دغه غونډه کې چې په همدې موخه د سټنډرډ ملي ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د  سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم، محترم مولوي محمود شاه زاهد د چارو ادارې دفاعي او امنیتي چارو رئیس مولوي عطاء الله فرید د سټنډرډ ملي ادارې د مالې چارو مرستیال, مولوي وحید احمد بدري د دفتر رئیس او د اړوندو شعباتو مسؤلینو ګډون کړی وو.
 غونډه د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت  ارشاد رئیس ښاغلي مفتي نور احمد یاسر لخوا د سپېڅلي کلام د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه
لومړی د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي الحاج ملا فیض الله " تمیم "میلمنو ته ښه راغلاست وويل او زياته يي کړه چي ؛ زموږ دنده د خپلو ګرانو هېوادوالو د هوساینې  برابرول دي او د چارو په پرمختګ کې اطاعت او اخلاص یو اړین او ټاکلی مکلفیت دی. هغه د دعوت  ارشاد ریاست پر اهمیت او مقام د ټینګار په ترڅ کې زیاته کړه: موږ ټولو ته لازمه ده چې د خپلو لوړپوړو چارواکو د حکمونو اطاعت وکړو، له یو بل سره بشپړه همکاري ,همغږي وکړو او  چارې په چټکتیا او پر خپل وخت ترسره کړو.
ورپسې د چارو ادارې د دفاعي او امنیتي چارو رئیس محترم مولوي محمود شاه زاهد د انسا ادارې د تخنیکي مرستیال په توګه د مولوي محمد آصف قانت د ګمارنې په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین فرمان ولوستلو او د دغه ادارې  په مهموالي ټینګار وکړ. او زیاته یې کړه:  واک او مسؤلیت د لوی څښتن تعالی لوی امتحان دی او زموږ د مظلومو خلکو هیله له اسلامي امارت څخه ده، نو د ستونزو د حل لپاره اساسي حل لاره د یو بل سره لاس یو کول دي.
دغه راز د سټنډرډ ملي ادارې نوي ټاکل شوي تخنيکي مرستيال د عالیقدر اميرالمؤمنين او د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ويې ويل، د مسئولیتونو درک مهم او حياتي دی او له الله تعالی څخه ځان ته د اخلاص، تقوا غوښتنه کوم.
 غونډه د  سټنډرډ ملي ادارې مالي او اداري مرستیال مولوي عطاالله فرید د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د سټنډرډ ملي ادارې نوی تخنیکي چارو مرستیال معرفي شو.