د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په دغه اداره کې د نیالګي کینولو پروګرام کې ګډون وکړ.

Moasaq_admin
Mon, Jun 19 2023 3:45 PM
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په دغه اداره کې د نیالګي کینولو پروګرام کې ګډون وکړ.

د  سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مولوي محمد اصف قانت، د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري، د اداري او مالي چارو رئیس مولوي حنیف، د مطابقت او  ارزونې رئیس مفتي فضل الرحمن منصور او د بېلابېلو څانګو مسؤلینو په دغه پروګرام کې ګډون کړی و.
 د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئيس د نيالګيو په ايښودلو سره د هېواد د زرغونتيا او پرمختګ هيله وکړه. نوموړي په اسلامي ارشاداتو کې د پاکوالي او زرغونتيا په اهميت خبرې وکړې او ويې ويل، چې د خپل چاپېريال د پاکوالي، زرغونتيا او تازه والي په موخه د نيالګيو ايښودل زموږ د هر فرد ديني دنده ده، چې د چاپېريال په پاکوالي، زرغونتيا او تازه والي کې يې ونډه واخلو.

نوموړي دغه راز د خلکو د روغتيا د ساتنې په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې د پراخو هڅو او پروګرامونو يادونه وکړه او ويې ويل، موږ ژمن يو چې د بې کيفيته موادو په ځانګړي ډول د نفتي موادو د داخلېدو مخه ونيسو چې په اقليم، هوا او سرسبزۍ منفي اغېزې لمنځه یوسو.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په دغه اداره کې د نیالګي کینولو پروګرام کې ګډون وکړ.