د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د افغانستان اوسپنې او فولادو د فابریکو د اتحادیې له مسوولینو سره وکتل

Moasaq_admin
Sat, Jun 24 2023 12:05 PM
د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د افغانستان  اوسپنې او فولادو د فابریکو د اتحادیې له مسوولینو سره وکتل

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض الله تمیم په خپل کاري دفتر کې د اوسپنې ویلي کولو  فابریکو د اتحادیې له مسؤلینو سره وکتل. په دې غونډه کې ښاغلي مولوي محمد اصف قانت د ادارې تخنیکي چارو مرستیال , د دفتر رئیس , مطابقت او ارزونې رئیس ,تخنیکي چارو مرستیال  او د اوسپنې ویلي کولو اتحادیې رئیس او مسولینو ګډون کړی وو
 د دې غونډې موخه د افغانستان د اوسپنې تولید معیاري, ښه  او وده ورکول او همدارنګه د ساختماني چارو په برخه کې د بې کیفیته  لرونکو موادو د واردولو مخنیوی او د هېواد د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا وه
د  سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د هېواد په ټولو تولیدي سکتورونو په تېره بیا د فولادو او اوسپنې د تولید په برخه کې د کیفیت پر ښه والي  ټینګار وکړ او ویې ویل: کورني سوداګر او پانګوال باید د سټنډرډ ملي ادارې  له خوا ترتیب شوي معیارونو ته جدي پام وکړي. . هغه زياته کړه، په هېواد کې د بې کيفيته توکو د توليد او وېش د مخنيوي په موخه د  سټنډرډ ملي اداره د څارنې بهير ته دوام ورکوي او د معياري کېدو او د کيفيت د تضمين په برخه کې پراخ پروګرامونه لري.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس د افغانستان اوسپنې او فولادو د فابریکو د اتحادیې له مسوولینو سره وکتل