په سټنډرډ ملي اداره کې د کارکوونکو د کړنو د ارزونې روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

Moasaq_admin
Sun, Jun 25 2023 12:03 PM
په سټنډرډ ملي اداره کې د کارکوونکو د کړنو د ارزونې روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

د کارکوونکو د کړنو د ارزونې تر عنوان لاندې روزنیز پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د سټنډرډ ملي ادارې په همکارۍ پیل کړل. د دغه ورکشاپ د پرانیستې په پروګرام کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي الحاج ملا فیض الله تمیم، د چارو ادارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو سرپرست ښاغلي قاري عبدالبصیر صدیقي، د سټنډرډ ملي ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عطاالله فرید او د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري او د اړوندو شعباتو مسؤلینو ګډون کړی وو.
الحاج ملا فیض الله تمیم د یاد پروګرام په ترسره کیدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل؛ د اسلام د سپېڅلي دين د لارښوونو له مخې، اصلاح او ښیګڼه د خلکو لپاره ډېر مهم مسايل ګڼل کېږي، نو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې مسووليت ډېر اړين دى او د چارو په ښه پرمخ وړلو کې مهم رول لوبوي.
په دې کتنه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رييس د کارکوونکو د  وړتياوو وده د دغه رياست له لومړيتوبونو څخه وبلله او زياته يې کړه: موږ هڅه کوو چې خپلو خلکو ته واقعي خدمتونه وړاندې کړو.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د کارکوونکو د کړنو د ارزونې روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو