د سټنډرډ ملي ادارې کارکوونکو ته د عامه پوهاوي اړوند د ظرفیت لوړونې برنامه ترسره شوه

org_admin
Wed, Sep 11 2024 11:33 AM
د سټنډرډ ملي ادارې کارکوونکو ته د عامه پوهاوي اړوند د ظرفیت لوړونې برنامه ترسره شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو ښوونیزه برنامه ددې ادارې د بیلابیلو برخو کارکوونکو ته جوړه شوه. ددې برنامې د پیل په مراسمو کې د ملي سټنډرډونو او ودانیزو کوډونو د جوړولو او رواجولو رئیس مولوي محمد حنیف، ددې ادارې ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي امر، د ستنډرډونو تخنیکي سلاکار دیپلوم انجنیر غلام سرور همګام او د بیلابیلو برخو په لسهاوو تنو کارکوونکو ګډون درلود.

مولوي محمد حنیف د سټنډرډ جوړونې د پروسې د ارزښت اړوند هر اړخیز وینا وکړه او وویل: د انسا اداره د نورو دولتي ادارو ترمنځ یو تر ټولو بنسټیزه دنده لري چې د کیفیت ملي بنسټونو(زیربنا) رامنځته کول او پیاوړي کول دي. هغه کارکوونکو ته وویل: ستاسو دنده ډېره مهمه ده او ستاسو اخلاص د چارو او کارونو په ښه توګه مخته وړل عبادت دی. نوموړي زیاته کړه: له نیکمرغه موږ د خپلو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې په برخه کې وکړای شوای چې بیلابیلو هېوادونو (چین، آذربایجان، ازبکستان او نورو) ته خپل کارکوونکي واستوو او همدارنګه په پراخه کچه برنامې په پلان کې لرو.

په دوام یې د ستنډرډونو تخنیکي سلاکار دیپلوم انجنیر غلام سرور همګام د موضوع اړوند یو جامع پرزینټیشن ګډونوالو ته وړاندې کړ او مفصل معلومات یې شریک کړل.

دا برنامه د ستنډرډونو په اړه د پوهاوي، د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ دود کولو او د سټنډرډونو د اهمیت په اړه ترتیب او تنظیم شوې وه، چې ددې ادارې د کارکوونکو د عامه پوهاوي د کچې لوړولو اړوند خورا مهمه او فوق العاده اغیزناکه وه.  

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې کارکوونکو ته د عامه پوهاوي اړوند د ظرفیت لوړونې برنامه ترسره شوه