د افغانستان سټنډرد ملي ادارې د عامه پوهاوي او د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ دود کولو په موخه د امام ابو حنیفه(رح) په ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

org_admin
Mon, Oct 07 2024 1:38 PM
د افغانستان سټنډرد ملي ادارې د عامه پوهاوي او د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ دود کولو په موخه د امام ابو حنیفه(رح) په ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

ددې نندارتون په لومړۍ ورځ کې د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د دفتر رئیس مولوي وحید احمد بدري او د ددې ادارې د اړوند برخو مسئولینو له سوداګرو، خصوصي پانګوالو، صنعت کارانو او تولید کوونکو سره بیلابیلې لیدنې وکړې. د انسا ادارې چارواکو د سټنډرډونو د ګټو، د کورنیو تولیداتو او افغاني محصولاتو د ودې او پرمختګ لپاره معلومات وړاندې کړل.

دا نندارتون چې کابل کې د افغانستان د ملي او نړیوال نندارتون په تالار کې په لار اچول شوی، د سټنډرډ ملي اداره د معلوماتي غرفې په ترلاسه کولو سره پکې فعال ګډون وکړ.

یاد نندارتون به ۷ ورځې دوام وکړي، ننداره کوونکي د سټنډرډ ملي ادارې په ګډون خوښ شول او دا ګام یې ډېر ګټور او مهم وګڼلو.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان سټنډرد ملي ادارې د عامه پوهاوي او د سټنډرډ جوړونې د فرهنګ دود کولو په موخه د امام ابو حنیفه(رح) په ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ