د سایبري امنیت برنامې ښوونکي په سټنډرډ ملي اداره کې وستایل شول

org_admin
Thu, Oct 31 2024 10:39 AM
د سایبري امنیت برنامې ښوونکي په سټنډرډ ملي اداره کې وستایل شول

د سټنډرډ ملي ادارې د سایبري امنیت برنامې ښوونکي چې ددې ادارې ټولو کارکوونکو ته یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت او د سټنډرډ ملي ادارې د بشري سرچینو د ظرفیت لوړونې برخې په همکارۍ روزنه ورکړه، وستایل شول. پدې ستاینغونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې د بشري سرچینو امر مفتي فضل الرحمن منصور، د بشري سرچینو د ظرفیت لوړونې کارپوه زاهد عزیز او د اړوندو برخو مسؤلینو او کارکوونکو ګډون درلود.

پدې برنامه کې د ټکنالوژۍ څخه د امنې ګټې اخیستنې، د مجازي فضا خوندیتوب، د ټکنالوژۍ ګواښونو او خطرونو، د سایبري جرمونو، او په دیجیټال نړۍ کې د لارښونو او د خپل ځان خوندیتوب اړوند کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه.

د سټنډرډ ملي ادارې مسؤلینو او کارکوونکو ددې برنامې د ښوونکو له هڅو او زیار څخه مننه وکړه او دا برنامه یې ګټور او اغیزمنه وګڼله.

دا ستاینغونډه ښوونکو ته په ځانګړو ډالیو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سایبري امنیت برنامې ښوونکي په سټنډرډ ملي اداره کې وستایل شول