د سویل لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د ۱۹ مسلکي بستونو د گمارنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
Location
د کندهار ولایت، امنیه قومندانۍ ته مخامخ، احمدشاهي مېنه، لومړۍ کوڅه، د اریانا افغان تفریحي پارک لویدیځ لور ته د سویل لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د مالي او اداري عمومي مدیریت
د معیار او کیفیت ادارې ددې لپاره چې کار اهل کسانو ته وسپاري او د افغانستان اسلامي امارت د لوړو اهدافو د تحقق په موخه، د اداري اصلاحاتو، سالمې ادارې رامنځته کولو او مسلکي، متعهد او وړ بشري ځواک د جذب لپاره، په ټولیز ډول (۱۹) مسلکي بستونه د دریم او څلورمو بستونو په کچو د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.
شرایط او مهم معلومات:
• د بستونو شمېر: ۱۹ بستونه
• د بستونو کچه: دریم او څلورم
• د اعلان ډول: ازاد رقابت
• د کار ځای: د سویل لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست- کندهار او نیمروز
د نوم لیکنې موده:
• له نېټې ۱۴۰۵/۱/۱۷ هـ. ش څخه تر ۱۴۰۵/۱/۲۸ هـ.ش پورې
د فورمې ترلاسه کولو لارې:
- په حضوري ډول: هغه غوښتونکي چې د افغانستان تابعیت ولري او لازم شرایط پوره کړي، د کندهار ولایت، امنیه قومندانۍ ته مخامخ، احمدشاهي مېنه، لومړۍ کوڅه، د اریانا افغان تفریحي پارک لویدیځ لور ته د سویل لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د مالي او اداري عمومي مدیریت څانګې ته مراجعه وکړئ او له ډکولو وروسته یې بېرته همدې څانګې ته وسپارئ.
- آنلاین: د معیار او کیفیت ادارې د رسمي وېبپاڼې له لارې www.asqa.gov.af
اړین اسناد:
غوښتونکي باید د فورم له ډکولو وروسته لاندې اسناد په یوه (PDF) فایل کې ضمیمه او واستوي:
• سيوي (CV)
• تحصیلي اسناد (د لوړو زده کړو وزارت له خوا تائید شوي)
• که په امارتي ادارو کې د دندې تجربه ولري: خلص سوانح
• که په خصوصي ادارو/مؤسسو کې یې کار کړی وي: د قرارداد کاپي
پاملرنه: ټول اسناد باید د اعلان تر ختمېدو مخکې د آنلاین فورم له لارې واستول شي.
نور معلومات: د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې ایمیل او یا شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
شمېرې: 0702650931 - 0702382606
ایمیل: S.W_zone@asqa.gov.af
یادونه: یوازې هغه کسان چې شرایط پوره کړي وي، د بل پړاو لپاره به راوبلل شي او همدارنګه هغه درانه مهاجرین چې تازه هېواد ته راستانه شوي وي او د دې ادارې اعلان شویو بستونو شرایط پوره کوي، هغوی ته به لومړیتوب ورکول کېږي.
Documents
۱۹ بست مسلکی اداره معیار و کیفیتد کارموندنې فورمه