د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د غوړیو (روغنیاتو) او فلټرونو چمتو کول؛
Publish Date
Closing Date
د معیار او کیفیت اداره له ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو څخه غواړي، چې ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د غوړیو (روغنیاتو) او فلټرونو د چمتو کولو او تدارک په پروسه کې ګډون وکړي.
د شرطنامې ترلاسه کول: دواطلبان کولای شي اړونده شرطنامه د ملي تدارکاتو له وېبپاڼې څخه په سافټ بڼه او یا هم په فلش ډیسک کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه په وړیا ډول ترلاسه کړي.
د وړاندیزونو سپارل: خپل آفرونه د شرطنامې په مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل سره سم، په سرتړلې بڼه د اعلان له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې، د معیار او کیفیت ادارې تدارکاتو آمریت ته چې په صنعتي ښارګوټي، له نوې سړک تېر، کابل-جلال اباد لویه لاره کې موقعیت لري، وسپاري.
- یادونه: ناوخته رارسېدلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د وړاندیز پرانیستلو غونډه: د آفر پرانیستلو غونډه د اعلان له خپرېدو ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د معیار او کیفیت ادارې په دریم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.
