انسا او UNIDO د همکاریو د پراختیا په درشل کې

admin_omid
Mon, Mar 25 2019 2:16 PM
انسا او UNIDO د همکاریو د پراختیا په درشل کې

د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) سرپرست د یکشنبې په ورځ (د ۱۳۹۸ کال د وري ۴مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا سازمان (UNIDO) له استازي سره ولیدل.

پدې لیدنه کې، د انسا مشرتابه پلاوي د سټنډرډ د پياوړتیا په برخه کې د UNIDO د تېرو همکاریو ستاینه وکړه او د هغو پر پراختیا یې ټينګار وکړ. د سټنډرډ ملي اداره سرپرست دوکتور محمد موسی عَلََمی  وویل د نوي سټراټیژیک پلان په جوړولو سره غواړي چې د دغه سازمان په همکارۍ په هېواد د معیار او کیفیت کچې په لوړولو کې عملي ګامونه پورته کړي. دوکتور علَمي د کرهنیزو محصولاتو او کیفي تصدیقنامې په صدرو کې د دغه سازمان همکاري اړینه وبلله زیاته یې کړه چې د سوداګرۍ، کرهنې او دوامداره برښنا په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا سازمان استازي محمد شاکر مجیدي له انسا سره د خپلو تېرو ګډو فعالیتونو یادونه وکړه وې ویل چې UNIDO به د انسا د نوي سټراټيژیک پلان په رڼا کې به د وړاندیزونو او پروپوزلونو له مخې خپلو همکاریو ته پراختیا ورکوي. ښاغلي مجیدي په افغانستان کې د سټنډرډ جوړونې چارې اهمیت ته په کتو وویل چې دغه سازمان هیله لري د انسا د نوې رهبرۍ په ګډه په هېواد کې د کیفیت او معیارونو په رامنځته کولو سره رغنده رول ولوبوي.

دغه راز د سټنډرډ ملي ادارې د اداري او مالي چارو مرستیال احسان جلالزي د دواړو لورو ترمنځ د کاري چوکاټ پراختیا ته په اشارې وویل چې د ګډو چارو د پرمخ وړلو لپاره د یوې کمېټې رامنځته کول کولی شي د فعالیتونو اغېزناکتوب او ګټورتیا ډېره کړي.

په پای کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې د نوښتونو په اډانه کې خپلو همکاریو ته پراختیا ورکوي او داسې چوکاټونه به رامنځته کوي چې په رښتینې مانا کولی شي مثبت بدلون ته لار هواره کړي.

د ملګرو ملتونو د صنعتي پراختیا سازمان له ۲۰۰۵ کال راهیسې په افغانستان کې په لاندنیو څلورو برخو کې  فعالیت کوي:

    • نړیوال کېدل؛
    • د کوجنیو او سیمه ایزو صننایعو د پیاوړتیا له لارې سیمه ایزه پراختیا؛
    • د کسب او کار د چاپېریال ښه کول او د خصوصي سکټور پراختیا؛
    •  د کرهنې اړوندو صایعو مدرنیزه کول؛
    •  د انرژۍ اړوندې چارې؛ او
    • د چاپېریال ساتنې او اوبو او هوا اړوندې چارې؛

د سټنډرډ ملي اداره ژمنه ده چې له همکارو بنسټونو، ادارو، سازمانونو او نورو دولتي او غیر دولتي ادارو سره د اړیکو په بیارغاونې سره هغه پلانونه عملي کړي چې افغانستان ورته د سټنډرډ جوړنې په برخه کې د یو لومړیتوب په اړتیا لري.

 

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

انسا او UNIDO د همکاریو د پراختیا په درشل کې