د انسا ادارې د عمومي رییس تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره شوه

admin_omid
Sun, Jul 07 2019 12:23 PM
د انسا ادارې د عمومي رییس تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره شوه.

دغه غونډه د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) د عمومي رییس  ډاکټر محمد موسی علمي تر مشرۍ لاندې د (۱۳۹۸/چنګاښ/۱۵) نېټه د یکشنبې په ورځ د دغې ادارې د مرستیالانو، رییسانو او کارکونکو په ګډون د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه. د غونډې په پیل کې د دې ادارې رییس ډاکټر محمد موسی علمي د سټنډرډ عالي شوری را منځ ته کول یوه لاسته راوړنه یاده کړه او په بندرونو کې یې د ساختماني موادو د لابراتوارونو د پرانیستلو په تړاو د چمتوالي خبر ورکړ. نوموړي د لابراتوارونو فعالول د په هېواد کې د سټنډرډ جوړولو لپاره یو مثبت ګام یاد کړ. د هغه په وینا چې د سټنډرډ ملي اداره به په هېواد کې د توکو د معیاري کولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي او په دې سره به د توکو د کیفیت په اړه د خلکو اندېښنه له منځه لاړه شي.

ښاغلي علمي و ویل چې په ولایتونو کې دې د لابراتوارونو د فعالولو لپاره د چمتووالي یوه کمېټه ایجاد شي. د دې ترڅنګ د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي په ټولنه کې د سټنډرډ اغېز د اهمیت وړ وباله او په وینا یې چې له یو بل سره په همغږۍ او همکارۍ سره باید د ادارې لوړې موخې تعقیب کړو. نوموړي په بندرونو کې د ساختماني موادو د لابراتوارونو پرانیستل ارزښتناک وګڼل او دا لاسته راوړنه یې د ادارې د زحمتونو پایله یاده کړه.

له دې سره سره احسان جلالزي تېره اونۍ له لاسته راوړنو ډکه وګڼله او د لابراتوارونو فعالول یې د یادې ادارې د ټولو کار کوونکو د زحمتونو نتیجه یاده کړه. همدارنګه د ننګرهار د سټنډرډ امر له ولایت مقام، ګمرک او اړونده برخو سره د غوره همغږۍ او همکارۍ یادونه وکړه.

د دغې غونډې په پای کې د سټنډرډ ملي ادارې رییس د غونډې ګډونوالو ته د یو لړ اقداماتو امر وکړ او په خپلو دندو کې یې د لا زیات دقت سپارښتنه وکړه.

 

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

د انسا ادارې د عمومي رییس تر مشرۍ لاندې غونډه ترسره شوه