د پولي تخنیک پوهنتون لسګونه زده کړیالانو په سټنډرډ ملي اداره کې له خپلو مونوګرافونو څخه دفاع وکړه.

admin_omid
Sun, Aug 18 2019 11:06 AM
د پولي تخنیک پوهنتون لسګونه زده کړیالانو په سټنډرډ ملي اداره کې له خپلو مونوګرافونو څخه دفاع وکړه.

 

 

سه شنبه ۱۳۹۸/ زمري/۱۵

د پلي تخنیک پوهنتون لسګونه زده کړیالانو د دغه پوهنتون د یو شمېر استادانو او د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي مرستیال خواجه جاوېد صدیقي او لسګونه نورو کار کوونکو په موجودیت د پوهنتون د خپلې څلور کلنې دورې له مونوګرافونو څخه دفاع وکړه.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې خواجه جاوېد صدیقي و ویل چې زمونږ لپاره د ویاړ ځای دی چې د یاد پوهنتون زده کړیالان په انسا اداره کې له خپلو مونوګرافونو څخه دفاع کوي. د نوموړي په وینا چې غوره ده، څو په انسا اداره کې د یاد پوهنتون له کدرونو څخه د هېواد د پرمختګ په موخه ګټه پورته شي.

د دې ترڅنګ د پولي تخنیک پوهنتون د کیمیاوي ټکنالوژۍ پوهنځي رییس پوهندوی انجنیر عبدالغفور نورزاد یادو زده کړیالانو ته د لیسانس دروې د فراغت مبارکي و ویله او د پولي تخنیک پوهنتون د جوړښت او د تاریخ په اوږدو کې د پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.

په دې پسې لسګونه زده کړیالانو له خپلو مونوګراوفونو څخه دفاع وکړه او او د اړونده استادانو له لوري یې مونوګرافونه و ارزول شول.

 

 

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د پولي تخنیک پوهنتون لسګونه زده کړیالانو په سټنډرډ ملي اداره کې له خپلو مونوګرافونو څخه دفاع وکړه.