د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رييس په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
Mon, Nov 18 2019 2:33 PM
د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رييس په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

 شنبه ۱۳۹۸ /لړم/۲۵

د سټنډرډ ملي ادارې د عومي رييس ډاکټر محمد موسی عَلَمي په مشرۍ غونډه ترسره شوه چې د دغې ادارې مرستیالانو، رییسانو، امرینو او یو شمېر نورو اړونده کار کوونکو په کې برخه درلوده.

د غونډې په پیل کې ښاغلي عَلَمي جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني ته د دغې ادارې د شپږ میاشتني راپور د وړاندې کولو په تړاو خبرې وکړې او په وینا یې چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې چې په هره برخه کې به د دغې ادارې ملاتړ کوي او د ستونزو په هوارولو کې به ورسره مرسته کوي. همدارنګه د تولیداتو په معیاري کولو او پراختیا یې تاکید وکړ او زیاته یې کړه چې د سټنډرډونو او منښتلیکونو د ترویج په برخه کې دې پاملرنه زیاته شي.

پر دې سربېره د دغې ادارې تخنیکي مرستیال خواجه جاوید صدیقي د نفتي موادو د کیفیت د تثبیت پر ارزښت خبرې وکړې او د نفتي موادو د کیفیت د کنټرول په برخه کې یې د اړونده ادارو همکاري مهمه وګڼله. د نوموړي په وینا چې دا ځل باید خپلې موخې په غور تعقیب شي او د نفتي موادو د کیفیت د تثبیت په برخه کې باید د پام وړ لاسته راوړنې ولرو.

د دې ترڅنګ مالي او اداري مرستیال احسان جلالزي د ادارې د چارو په ښه ډول ترسره کولو او په داخلي نظم خبرې وکړې. هغه و ویل چې د لابراتواري تجهیزاتو په برخه کې یې له مالیې وزارت سره د (۸) میلیون افغانیو یو تړون لاسلیک کړی دی. همدارنګه یې په راتلونکي مالي کال کې د یو شمېر مهمو پروژ په اړه معلومات وړاندې کړل.

د دغې غونډې په پای کې د ادارې یو شمېر رییسانو او امرینو د خپلو فعالیتونو، طرحو او یو شمېر ستونزو یادونه وکړه چې عمومي رییس یې تر اورېدلو وروسته اړونده برخو ته دنده وسپارله چې د ستونزو په حل کولو کې کوټکلي ګامونه واخلي.

 

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د عمومي رييس په مشرۍ غونډه ترسره شوه.