د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د کندهار ولایت مقام په اداري غونډه کې ګډون وکړ

Moasaq_admin
Tue, Dec 17 2019 10:16 AM
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د کندهار ولایت مقام په اداري غونډه کې ګډون وکړ

دوشنبه ۲۵/لیندۍ/۱۳۹۸

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ډاکټر محمد موسی عَلَمي کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دغه ولایت په اداري غونډه کې ګډون وکړ. یاده غونډه چې د والي حیات الله حیات په مشرۍ جوړه شوې وه، ډاکټر محمد موسی عَلَمي، د ولایت مقام مرستیالانو، ولایتي شورا، اړونده رییسانو او لسګونه نورو مسوولینو په کې برخه درلوده.

په دغه غونډه کې ښاغلي عَلَمي د سټنډرډ ملي ادارې پر مسوولیتونو او مکلفیتونو معلومات شریک کړل او په کندهار کې د دغې ادارې د څانګې پرانیستل یې د تولیدي او صادراتي موادو د کیفیت د کنټرول په برخه کې مهم ګام وګاڼه.

د نوموړي په وینا چې یاده اداره به د تولیدي او صادراتي توکو پر کیفیت جدي څار کوي.

په غونډه کې ښاغلي حیات د سټنډرډ ملي ادارې د پرانیستل شوې څانګې نوي مسوولین ګډونوالو ته ور وپېژندل.

هغه د تولیداتو او صاداراتو د معیاري کولو په برخه کې د دغې ادارې پر ارزښت خبرې وکړې او ځایي مسوولینو ته یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د کندهار ولایت مقام په اداري غونډه کې ګډون وکړ