د سټنډرډ ملي ادارې د افغانستان ملي سټنډرډونه نندارې ته وړاندې کړل.

Moasaq_admin
Sat, Dec 28 2019 10:50 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د افغانستان ملي سټنډرډونه نندارې ته وړاندې کړل.

شنبه ۱۳۹۸/مرغومی/۷
د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې(انسا) په هغه نندارتون کې چې د( ودې لپاره د مشارکت ملي نندارتون او کنفرانس) تر نامه لاندې جوړ شوی و، د افغانستان ملي سټنډرډونه نندارې ته وړاندې کړل.
د دغه نندارتون په تړاو جوړ شوي کنفرانس کې د دولتی چارواکو او خصوصي سکټور د یو شمېر مشرانو تر څنګ د افغانستان بانک، عزیزي بانک او دغه راز د برښنا شرکت رییسانو هم ګډون درلود.
دغه نندارتون چې د انسا ادارې په ګډون لسګونه دولتي ادارو او خصوصي کمپنیو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل د مرغومې میاشتې په څلورمه نېټه پیل او تر شپږمې نېټې پورې یې دوام وکړ. د دغه نندارتون موخه په هېواد کې د داخلي تولیداتو ترویج او خلکو ته عامه پوهاوی و، څو له خپلو تولیداتو څخه ګټه واخلي او په دې توګه د هېواد اقتصاد غښتلی شي. د دغه نندارتون شعار( عالي دي، افغاني دي) تر نامه لاندې ډیزاین شوی و.
دغه نندارتون چې په پلازمېینه کابل سرینا هوټل کې جوړ شوی و، د سټنډرډ ملي ادارې تر څنګ لسګونه نورو دولتي ادارو او خصوصي کمپنیو هم خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د افغانستان ملي سټنډرډونه نندارې ته وړاندې کړل.