د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه.

Moasaq_admin
Mon, Feb 01 2021 10:16 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه.

۱۱/سلواغه/ ۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ اونیزه اداري غونډه جوړه شوه چې د ادارې مرستیالانو، سلاکارانو، رییسانو او د بېلا بېلو برخو اړونده مسوولینو په کې برخه درلوده.

ښاغلي احمدزي په اداره کې د کارکوونکو تر منځ پر پیاوړې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او دا چاره یې د ادارې پر فعالیتونو اغېزناکه وګڼله. د دې ترڅنګ نوموړي د ودانیزو توکو په برخه کې د ودانیو د رغولو پر مهال د خاورې ټسټ د لابراتوارونو پر مقرره بحث وکړ او په خبره یې چې په نږدې راتلونکي کې به دغه مقرره بشپړه شي او لابراتوار به خپل فعالیت پیل کړي.

د غونډې په اوږدو کې مرستیالانو او ګډونوالو پر بېلا بېلو مسایلو خبرې وکړې او د دې تر څنګ اړونده مسوولینو د تېرې یوې اونۍ د فعالیتونو راپور رهبرۍ پلاوي ته وړاندې کړ.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ اداري غونډه جوړه شوه.