د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ اونیزه اداري غونډه جوړه شوه.

Moasaq_admin
Sun, Feb 21 2021 11:14 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ اونیزه اداري غونډه جوړه شوه.

۲ وری ۱۳۹۹

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس عزیز احمدزي په مشرۍ اونیزه اداري غونډه جوړه شوه چې د ادارې مرستیال، سلاکارانو، رییسانو او د بېلا بېلو برخو اړونده مسوولینو په کې برخه لرله.

په غونډه کې د ادارې پر لومړیتوبونو بحث وشو او د ښاغلي احمدزي په وینا چې د تصدیق پاڼو(سرټیفکشن) وېش مهمه پروسه ده او په دې برخه کې یې د چارو پر لا چټکیا او جدیت تاکید وکړ. د هغه په خبره له فرصت څخه په ګټنه به په نږدې راتلونکي کې د تصدیق پاڼو د وېش پروسه پیل شي. نوموړي په اداره کې د چارو پر انسجام او د همغږۍ او همکارۍ پر غوراوي ټینګار وکړ.

د غونډې په لړ کې اړونده مسوولینو د تېرې اونۍ د چارو راپور وړاندې کړ او د رهبرۍ پلاوي له لوري یې په اداري او تخنیکي برخه کې مهمې سپارښتنې ترلاسه کړې.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ اونیزه اداري غونډه جوړه شوه.