د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو د کمېټې ناسته ترسره شوه.

Moasaq_admin
Mon, Apr 19 2021 8:28 AM
د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو د کمېټې ناسته ترسره شوه.

۲۲/ وری/۱۴۰۰

د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو د کمېټې ناسته د دې ادارې د مطاقت ارزونې د رییس همت الله وزیري په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د مالیې، کرهڼې او مالدارۍ، سوداګرۍ او عدلیې وزارتونو، چاپېریال ساتنې ملي ادارې، سوداګرۍ او صنایع خونې او یو شمېر نورو اړوندو مسوولینو برخه لرله.

په دې ناسته کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو (TBT) هوکړې پر بنسټ د مسوولیتونو لکه؛ د سټنډرډونو، تخنیکي مقرراتو، د مطابقت ارزونې د کړنلارې په تړاو د اطلاع رسونې او د دې هوکړې اړوند په یو شمېر نورو مواردو بحث وشو.

د دغې ناستې موخه د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو د هوکړې بشپړ درک، د هېواد د سوداګرو د ستونزو حل، د اړوندو ادارو تر منځ په ټاکلې برخه کې د همکارۍ پیاوړتیا او پراختیا او له سټنډرډ ملي ادارې سره د مکلفیتونو او مسوولیتونو په ترسره کولو کې همکاري ښودل شوې ده.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سوداګرۍ په وړاندې د تخنیکي خنډونو د کمېټې ناسته ترسره شوه.