د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ غونډه جوړه شوه.

Moasaq_admin
Sun, May 30 2021 11:32 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ غونډه جوړه شوه.

شنبه

۸/غبرګولی/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس ذبیح الله زیارمل په مشرۍ د مشرتابه پلاوي غونډه جوړه شوه چې د دې ادارې اړوندو مسوولینو او کارکوونکو په کې برخه درلوده.

په غونډه کې ښاغلي زیارمل د دې ادارې پر تشکیلاتي جوړښت بحث وکړ او په وینا یې چې په نږدې راتلونکي کې به د نوي تشکیل له مخې کارکوونکي وګمارل شي او تر څنګ به یې د سرپرستۍ پروسه هم پای ته ورسېږي. نوموړي دغه راز د دې ادارې لپاره پر خپلو وروستیو پنځو لومړیتوبونو بحث وکړ چې د ستوریزې طبقه بندۍ ملي پروسه، د مټرولوژۍ د قانون تصویب او انسټیټوټ را منځته کول، په فني او تخنیکي توګه د اداري بنسټونو تجهیز، د ودانیزو ملي کوډونو پراختیا او د سټراتژیک پلان پر بنسټ د چارو تعقیبول په کې شامل دي.

د غونډې په جریان کې اړوندو مسوولینو د اداري چارو په تړاو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د ښاغلي زیارمل له لوري ورته د چارو د لا ښه والي په موخه سپارښتنې ترسره شوې.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ غونډه جوړه شوه.