د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ انلاین ناسته ترسره شوه.

Moasaq_admin
Sun, Jun 06 2021 12:49 PM
د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ انلاین ناسته ترسره شوه.

۱۵/غبرګولی/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس ذبیح الله زیارمل په مشرۍ انلاین ناسته ترسره شوه چې د اړونده برخو مسوولینو او کارکوونکو په کې برخه لرله.

په پیل کې د پلان او پالیسۍ رییس او د دې ادارې سرپرست د بېلا بېلو برخو د اونۍ د فعالیتونه راپور وړاندې کړ چې د ښاغلي زیارمل له خوا واورېدل شو.

ښاغلي زیارمل د (ISO 17025) سرټیفکشن پروسې په اړه خبرې وکړې او په وینا یې چې له صنعت او سوداګرې وزارت سره دې یوه ناسته ترسره شي، څو د سرټیفکشن په اړه په جزیاتو سره نظرونه وړاندې شي. نوموړي دغه راز د مټرولوژۍ د قانون طرحې تصویب د انسا ادارې مسوولینو او په ځانګړې توګه د مټرولوژۍ څانګې ته مبارکي وویله او دا یې مهمه لاسته راوړنه وګڼله. د هغه په وینا دا قانون پراخه کاري ساحه ایجادوي او ګام په ګام باید ترې ګټه پورته شي.

د ناستې په اوږدو کې د اړوندو برخو مسوولینو د چارو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل او د ښاغلي زیارمل له لوري د چارو د لا ښه والي په موخه لازمې سپارښتې وړاندې شوې.

Latest news

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

Wed, Feb 04 2026 3:10 PM
Background image

Standard and Quality Authority Continues Follow-up Inspections of Pharmaceutical Factories

Alhaj Mullah Faizullah Tamim, Director General of the Standard and Quality Authority, led a joint oversight delegation to inspect three pharmaceutical manufacturing factories in Kabul.

. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د لوی رییس په مشرۍ انلاین ناسته ترسره شوه.