د اسلامي بانک اجرایوي رییس د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس سره وکتل.
د افغلنستان اسلامي بانک اجرایوي رییس سید موسی کلیم الفلاحي او د دې بانک د سوداکرۍ د پراختیا امر د سټنډرډ ملي ادارې له لوی رییس ذبیح الله زیارمل سره وکتل.
په دغه لیدنه کې ښاغلي الفلاحي لوی رییس ذبیح الله زیارمل ته د هغه د نوې دندې مبارکي ورکړه او له سټنډرډ ملي ادارې سره د دې بانک د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې. ښاغلي زیارمل له دوی څخه د مننې ترڅنګ د همکارۍ ډاډ ورکړ.
