د سټنډرډ ملي ادارې د بودجې د څېړنې کمېټې ځانګړې ناسته ترسره شوه.

Moasaq_admin
Thu, Jul 15 2021 10:45 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د بودجې د څېړنې کمېټې ځانګړې ناسته ترسره شوه.

۲۳ /چنګاښ/۱۴۰۰

د سټنډرډ ملي ادارې د مالي او اداري چارو عمومي رییس محمد وحید نوري په مشرۍ د بودجې د ترتیب څېړنې، د ۱۴۰۰ کال د بودجې د لګښت څرنګوالي، د ۱۴۰۱مالي کال تشکیلاتي جوړښت، د ۱۴۰۰ مالي کال تدارکاتي پلان او د ۱۴۰۱ مالي کال د بودجې تنظیم په موخه ناسته ترسره شوه. دغه ناسته چې د دغه ریاست په دفتر کې جوړه شوې وه، د دې ادارې لوی سلاکار، تخنیکي عمومي رییسې، رییسانو او د اړونده برخو یو شمېر مسووولینو په کې برخه درلوده.

په پیل کې ښاغلي نوري په سالم مدیریت، ډسپلین او د ادارې په بېلا بېلو برخو تر منځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، بودجه مالي سند دی چې مالي چارې یې پر اساس تنظمېږي، پر دې بنسټ د ۱۴۰۰ مالي کال د بودجې تطبیقي پلان فعالیتونو پر تطبیق او د ۱۴۰۱ مالي کال پلانونه او د بودجې د ایجاد په برخه کې د ترسره شوو فعالیتونو څرنګوالی ادارې ته ځواب ویونکی وي.

ښاغلي نوري وښوده، کله چې د بودجې جوړونې اصول او د ادارې پراخوالی او وده له واقعي شمېر سره سم مراعات نه شي، ادارې ته زیان رسېږي. هغه زیاته کړه، د یوې اونۍ په اوږدو کې د تشکیل جوړښت او د دندو لایحې بیا وکتل شي او د قانوني مشروعیت ترلاسه کړي او د ټولو لارښوونو او سپارښتنو په اجرا کولو کې دې همکاري او همغږي رامنځ ته شي.

د دې ترڅنګ د مالي ریاست له لوري د۱۳۹۹ او ۱۴۰۱ مالي کالونو د بودجې د تطبیق او انډول په اړه پرزنټېشن وړاندې شو او د عادي او پراختیايي بودجې د لګښت، د لګښت او پراختیايي پروژو د پرمختګ کچه، د ۱۴۰۰ او ۱۴۰۱ مالي کالونو د پروژو په اړه د منظم وخت او تدابیرو د پلان، د تشکیل اصلاح، د کارکوونکو معاشونو، د تدارکاتي پلان د ستونزو حل او د پروژو د اړتیاو او تخمیني بیې په اړه بحث او نظرونه وړاندې شول.

د ناستې په جریان کې د پروژو په اړه د زده کړیزو پروګرامونو ترسره کولو، د پروژو د واقعي اسنادو بیا کتنه، د اداري چارو ډیجیټل کول، د لسو کاري لومړیتوبنو په نظر کې نیولو سره د تخنیکي قېمت سنجش او د ادارې د اړتیاو په اړه هوکړه وشوه.

د ناستې په پای کې ښاغلي نوري د ادارې د بودجې د لا اغېزمنتیا او ګټور تطبیق په اړه د غونډې د ګډونوالو نظرونه واخیستل او له دوی یې وغوښتل، څو د بودجوي پلان او د ناستې د پرېکړو په عملي کولو کې جدي ګام پورته کړي او اړونده چارو ته چټکیا ورکړي.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د بودجې د څېړنې کمېټې ځانګړې ناسته ترسره شوه.