د نظم او ډسپلین کمېټې د خپلو مخکینیو سپارښتنو پر بنسټ د ادارې له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

Moasaq_admin
Wed, Jul 28 2021 9:41 AM
د نظم او ډسپلین کمېټې د خپلو مخکینیو سپارښتنو پر بنسټ د ادارې له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.

۵ زمری/ ۱۴۰۰

د نظم او ډسپلین کمېټه چې د مشرتابه پلاوي د مخکینۍ ناستې پر بنسټ ایجاد شوې وه، ناستې یې د اداري او مالي چارو د عمومي رییس محمد وحید نوري په مشرۍ او د اړونده برخو د رییسانو او امرینو په ګډون ترسره کېږي.

یادې کمېټې د تخنیکي عمومي رییسې انجنیر ساناز سلیمي او د یو شمېر رییسانو په ملتیا د اړونده شعبو او څانګو څخه لیدنه وکړه.

د دغې لیدنې موخه د کارکوونکو د وضعیت او په شعبو کې د نظم او ډسپلین څرنګوالي څېړنه وه چې د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول. دغه راز د چارو د لا ښه والي په موخه د انسا د رهبرۍ له خوا لازمې لارښوونې وړاندې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې یادې کمېټې په خپله مخکینۍ ناسته کې په بېلا بېلو برخو کې لکه له مسلکي تګلارو ګټنه، د مدیریتي اخلاقو رعایت، د چارو چټکوالۍ او یو شمېر نور مهم شاوخوا (۳۰) موضوعات د رایو په اتفاق تصویب او د ادارې ټولو واحدونو ته ابلاغ شوي دي.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

د نظم او ډسپلین کمېټې د خپلو مخکینیو سپارښتنو پر بنسټ د ادارې له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه وکړه.