په سټنډرډ ملي اداره کې د بیرغ ملي ورځ ولمانځل شوه.

Moasaq_admin
Sat, Jul 31 2021 3:10 PM
په سټنډرډ ملي اداره کې د بیرغ ملي ورځ ولمانځل شوه.

۷/ زمری/۱۴۰۰

په سټنډرډ ملي اداره کې د بیرغ ملي ورځ د یو لړ مراسمو پر مهال د دې ادارې د لوی رییس ذبیح الله زیارمل، رییسانو، کارکوونکو او یو شمېر امنیتي ځواکونو په ګډون سره ولمانځل شوه.

په دغه مراسمو کې ښاغلي زیارمل د بیرغ ملي ورځې لمانځل با عظمته وګڼل او ملي بیرغ یې د هېواد د ملي هویت، عزت، ازادۍ او همبستګۍ سمبول وګاڼه. نوموړي له امنیتي ځواکونو څخه د ملي بیرغ د لوړ رپولو په تړاو مننه وکړه او د افغانستان د دښمنانو په وړاندې یې مبارزه او درېدل د هر افغان دنده وګڼله. هغه د دولت له مخالفینو څخه وغوښتل چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او د دې ملي نماد تر سیوري لاندې د عزت ژوند وکړي. ښاغلي زیارمل وښوده د ملي بیرغ برم او احترام د هېواد په پراختیا کې مهم او حیاتي دي.

دغه راز په انسا اداره کې د هېواد ملي بیرغ په ځوړندولو او د کارکوونکو له لوري د فرهنګي شعرونو په ویلو سره د ملي بیرغ درناوی وشو. دا ورځ د افغانستان اسلامي جمهوریت جلالتماب جمهور رییس د فرمان پر بنسټ لمانځل کېږي چې د یوالي او وطني حس او روحیې په پیاوړي کولو کې رول لري.

 

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

په سټنډرډ ملي اداره کې د بیرغ ملي ورځ ولمانځل شوه.