د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د پولي تخنیک پوهنتون له رييس سره لیدنه وکړه.

Moasaq_admin
Sun, Aug 07 2022 9:39 AM
د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د پولي تخنیک پوهنتون له رييس سره لیدنه وکړه.

چهارشنبه

۲۴/شوال/۱۴۴۳

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس ښاغلي الحاج فیض الله تمیم د کابل پولي تخنیک پوهنتون له رییس پوهنوال ډيپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال سره لیدنه وکړه. په دغه لیدنه کې د پولي تخنیک پوهنتون ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال او د سټنډرډ ملي ادارې د دفتر او د ارشاد او دعوت رییسانو برخه لرله.

دغه ناسته چې د سټنډرډ ملي ادارې له لوري د مسلکي او تختصصي کادرونو د جلب په موخه ترسره شوه، لوی رییس ښاغلي الحاج فیض الله تمیم د سټنډرډ ملي ادارې پر موقعیت او د هېوادوالو د ژوند په ښه والي کې د سټنډرډونو د رول او ارزښت په تړاو خبرې وکړې او په دغه اداره کې یې د وړ او ظرفیت لرونکو کادرونو د جذب یادونه وکړه. نوموړي و ویل د وړتیا اصل او په حکومتي ادارو کې د وړ او مسلکي کسانو ګمارنه د ا.ا له لومړیتوبونو څخه دي او د سټنډرډ ملي اداره هڅه کوي، د دې اصل په رعایت کولو سره د وړاستعدادونو په غوړولو کې خپل رول ادا کړي.

د دې ترڅنګ د پولي تخنیک پوهنتون رییس د سټنډرډ ملي ادارې د رهبرۍ په راتګ خوښي وښوده او د مسلکي کادرونو جذب یې بې مخینې ګام یاد کړ. نوموړي د مسلکي او تخصصي کادرونو جذب یو مثبت اقدام وګاڼه او په وینا یې چې دا چاره د زده کړیالانو د وړتیاو په لوړولو او هڅونه کې رغنده رول لوبوي.

د دغې ناستې په پای کې د دواړو لورو ترمنځ پر لا زیاتې او هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وشو.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس د پولي تخنیک پوهنتون له رييس سره لیدنه وکړه.