د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست له لوري اصلاحي او تربيتي غونډه ترسره شوه.

Moasaq_admin
Sun, Aug 07 2022 11:54 AM
د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست له لوري اصلاحي او تربيتي غونډه ترسره شوه.

د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست له لوري اصلاحي او تربيتي غونډه د دې ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه چې د سټنډرډ ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي ملا فيض الله تميم، د دې ادارې مرستيالانو، د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي نور احمد ياسر، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي شفيع الله ثاقب او د دې ادارې د بېلا بېلو رئيسانو او کار کوونکو په کې برخه لرله.

غونډه د قران کريم په څو مبارکو ايتونو پيل شوه.

په ياد غونډه کې د سټندرډ ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي الحاج ملا فيض الله تميم د دعوت او ارشاد رياست پر ارزښت هر اړخيزې خبرې وکړې او په وينا يې د دين زده کړه مهمه او حياتي چاره ده چې د دعوت او ارشاد رياست يې په غاړه لري؛ پر همدې بنسټ ټول اړ يو چې د دې رياست درناوی او ورسره همکاري وکړو. نوموړي و ويل د ژوند موخه زمونږ له پيدايښت سره تړلې ده او مونږ ټول د خدای ج د بنده ګانو په توګه بايد ټولو هغو مسئوليتونو او مکلفيتونو ته پاملرنه وکړو چې د خدای ج او خلکو پر وړاندې يې لرو او د شرعي احکامو په ترسره کولو سره په خپل وجود کې حقيقت او معنويت نهادينه کړو. د انسا دارې لوی رئيس په جدي او کره ډول د نظم او ډسپلين، په رسمي وختونو کې حضور او په غوره توګه د چارو په ترسره کولو ټينګار وکړ او په خبره يې چې د چارو په ترسره کولو کې غفلت او بې پروايي په هېڅ ډول د منلو نه ده.

په همدې توګه د سټنډرډ ملي ادارې تخنيکي مرستيال ښاغلي مفتي محمد حامد د انسان د پيدايښت په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او ويې ويل مونږ خپل ملت ته ژمن او په خدای ج پورې متعلق يو. پر دې بنسټ د خدای ج په خوف او شکر سره بايد د خپلو شهيدانو د وينې او ارمانونو درناوی وکړو او خپلې دندې په جدي ډول ترسره کړو.

په همدې توګه د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي نور احمد ياسر د اياتونو او احاديثو پر استناد د علم او عالم په فضيلت اړين ارشادات وړاندې کړل او په وينا يې علم جنت ته د رسېدلو لاره ده او د رسول (ص) د لارښوونو پر بنسټ د شرعي مسايلو رسول د هر مسلمان وګړي دنده ده. ښاغلي ياسر د شرعي علومو د وړاندې کولو په تړاو د دې رياست له لارې د يو شمېر درسي پروګرامونو د وړاندې کولو يادونه وکړه او په دې برخه کې يې له کارکوونکو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. نوموړي زياته کړه، د هغو کارکوونکو لپاره يو شمېر امتيازات په نظر کې نيول شوي دي چې په پرله پسې ډول درسونه وڅاري.

دغه راز د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مولوي شفيع الله ثاقب د اسلام مبين دين د پنځه بناو په تړاو خبرې وکړې او د دين د خونديتوب پر اصل چې په اسلامي ټولنه کې يوه حياتي چاره ګڼل کېږي، ټينګار وکړ. نوموړي له امير المومنين او د ا.ا.ا له مشرتابه څخه د دې رياست د ايجاد په تړاو مننه وکړه.

دغه غونډه د سټنډرډ ملي ادارې د مالي او اداري چارو مرستيال د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Oct 22 2025 11:05 AM
Background image

Technical Meeting on the Development of Textile and Leather Standards Held at the Standard and Quality Authority

A technical meeting of the textile and leather standards development committee of the Authority of Standard and Quality was held to review and finalize several draft technical standards. . .

Wed, Oct 22 2025 10:18 AM
Background image

Meeting on the Development of Environmental Standards Held at the Standard and Quality Authority

The technical committee meeting on the development of environmental standards was held at the Standard and Quality Authority with the aim of reviewing and finalizing the draft standards. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادارې د دعوت او ارشاد رياست له لوري اصلاحي او تربيتي غونډه ترسره شوه.