د سټنډرډ ملي ادراې، د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د افغانستان د اوسپنې د ویلي کولو فابریکو د اتحادیې ترمنځ ګډه ناسته جوړه شوه.

Moasaq_admin
Mon, Aug 08 2022 9:35 AM
د سټنډرډ ملي ادراې، د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د افغانستان د اوسپنې د ویلي کولو فابریکو د اتحادیې ترمنځ ګډه ناسته جوړه شوه.

۵/ذو الحجه/۱۴۴۳

د سټنډرډ ملي ادراې، د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د افغانستان د اوسپنې د ویلي کولو فابریکو د اتحادیې ترمنځ ګډه ناسته جوړه شوه. په‌دې ناسته کې د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس الحاج ملا فیض الله تمیم، د سوداګرۍ او صنایعو خونې لومړی مرستیال محمد یونس مومند، د اوسپنې د ویلي کولو د فابریکو د اتحادیې رییس عبدالنصیر رشتیا، د انسا د تخنیکي ادارې معاون او د اړوند څانګو مشرانو او مسوولینو ګډون کړی و.

د دغې ناستې موخه په هېواد کې له ملي او نړیوالو سټنډرډونو څخه په تولیداتو، د اوسپنې ویلي کولو فابریکو او د سیخ‌ګول په خرڅلاو کې د ASTM سټنډرډونو څخه د هېواد په بازارونو ګټه اخیستنه وه.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس په دغه ناسته کې مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه؛ افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی او اړینه ده چې په دا ‌ډول ناستو سره خپلې ستونزې هوارې کړو، تر څو د خپلې ټولنې له‌پاره خدمت وکړو، د هغوی د دردونو درمل شو.

د دغې ناستې په جریان کې پرېکړه وشوه چې وروسته له‌دې به سیخ‌ګول د هېواد په بازارونو کې د خادې پرځای په مټریک ټن بدل شي، د اوسپنې ویلي کولو فابریکو کې له ASTM سټنډرډ څخه ګټه واخیستل شي او داوسپنې ویلي کولو ټول تولیدي شرکتونه باید خپله لوګو او نښه په خپلو تولیداتو کې وکاروي او همدارنګه د قطر اندازه او لوګو باید په سیخ‌ګول نښلول شوي وي.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 1:30 PM
Background image

Afghanistan and Iran Emphasize Expansion of Cooperation in Standards and Quality

In order to strengthen bilateral cooperation and expand technical and economic engagements, Al-Haj Mullah Abdullah Bashir, Director General of the Standard and Quality Authority (ASQA),. . .

Thu, Feb 05 2026 1:08 PM
Background image

Standard and Quality Authority Return a Shipment of Substandard Batteries

In continuation of its rigorous efforts to protect domestic markets and safeguard consumer rights, the Standard and Quality Authority (ASQA) return a 25-ton shipment of batteries at. . .

BACK TO NEWS

د سټنډرډ ملي ادراې، د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د افغانستان د اوسپنې د ویلي کولو فابریکو د اتحادیې ترمنځ ګډه ناسته جوړه شوه.