د سویل لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د ۱۹ مسلکي بستونو د گمارنې خبرتیا

org_admin
Tue, Apr 07 2026 12:25 PM
۱۹ بست مسلکی زون جنوب غرب

Publish Date

Closing Date

Location

د کندهار ولایت، امنیه قومندانۍ ته مخامخ، احمدشاهي مېنه، لومړۍ کوڅه، د اریانا افغان تفریحي پارک لویدیځ لور ته د سویل لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د مالي او اداري عمومي مدیریت

د معیار او کیفیت ادارې ددې لپاره چې کار اهل کسانو ته وسپاري او د افغانستان اسلامي امارت د لوړو اهدافو د تحقق په موخه، د اداري اصلاحاتو، سالمې ادارې رامنځته کولو او مسلکي، متعهد او وړ بشري ځواک د جذب لپاره، په ټولیز ډول (۱۹) مسلکي بستونه د دریم او څلورمو بستونو په کچو د ازاد رقابت له لارې اعلان ته سپاري.

شرایط او مهم معلومات:

د بستونو شمېر: ۱۹ بستونه
د بستونو کچه: دریم او څلورم
د اعلان ډول: ازاد رقابت
د کار ځای: د سویل لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست- کندهار او نیمروز

د نوم لیکنې موده:

له نېټې ۱۴۰۵/۱/۱۷ هـ. ش څخه تر ۱۴۰۵/۱/۲۸ هـ.ش پورې

د فورمې ترلاسه کولو لارې:

  • په حضوري ډول: هغه غوښتونکي چې د افغانستان تابعیت ولري او لازم شرایط پوره کړي، د کندهار ولایت، امنیه قومندانۍ ته مخامخ، احمدشاهي مېنه، لومړۍ کوڅه، د اریانا افغان تفریحي پارک لویدیځ لور ته د سویل لویدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د مالي او اداري عمومي مدیریت څانګې ته مراجعه وکړئ او له ډکولو وروسته یې بېرته همدې څانګې ته وسپارئ.
  • آنلاین: د معیار او کیفیت ادارې د رسمي وېبپاڼې له لارې www.asqa.gov.af

اړین اسناد:

غوښتونکي باید د فورم له ډکولو وروسته لاندې اسناد په یوه (PDF) فایل کې ضمیمه او واستوي:

 سي‌وي (CV)
تحصیلي اسناد (د لوړو زده کړو وزارت له خوا تائید شوي)
 که په امارتي ادارو کې د دندې تجربه ولري: خلص سوانح
که په خصوصي ادارو/مؤسسو کې یې کار کړی وي: د قرارداد کاپي

پاملرنه: ټول اسناد باید د اعلان تر ختمېدو مخکې د آنلاین فورم له لارې واستول شي.

نور معلومات: د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې ایمیل او یا شمېرو سره اړیکه ونیسئ:

شمېرې: 0702650931  -  0702382606

ایمیل: S.W_zone@asqa.gov.af
یادونه: یوازې هغه کسان چې شرایط پوره کړي وي، د بل پړاو لپاره به راوبلل شي او همدارنګه هغه درانه مهاجرین چې تازه هېواد ته راستانه شوي وي او د دې ادارې اعلان شویو بستونو شرایط پوره کوي، هغوی ته به لومړیتوب ورکول کېږي.

Documents

۱۹ بست مسلکی اداره معیار و کیفیت
د کارموندنې فورمه

د سویل لوېدیځ زون د معیار او کیفیت ریاست د ۱۹ مسلکي بستونو د گمارنې خبرتیا