د اوزان او مقیاس ریاست د حقوقي مترولوژۍ د فعالولو او د آزمایښتون توکو د چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ بلنه

org_admin
Tander- تدارکات- خبرتیا

Publish Date

Closing Date

Location صنعتي ښارګوټی – له نوي سړک څخه تېر، د کابل–جلال‌آباد لویه لاره، د معیار او کیفیت اداره

د معیار او کیفیت اداره په شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اوزانو او مقیاسونو ریاست د مرکز د قانوني مترولوژۍ د فعالولو او د آزمایښتون (لابراتوار) د ۶۲ قلمه وسایلو او اجناسو د چمتو کولو او تدارک پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

واجد شرایط داوطلبان کولای شي اړونده شرطنامه په وړیا ډول په سافټ بڼه په فلش ډېسک کې د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه په شرطنامه کې د لیکل شویو شرایطو، د تړونونو (عقودو) د قانون او د تدارکاتو د کړنلارې سره سم په تړل شوې (سربسته) بڼه د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) تقویمي ورځو پورې د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. له ټاکلې نېټې وروسته او انټرنیټي آفرونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستلو غونډه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه ۲۱ تقویمي ورځې وروسته، د غرمې مخکې په (۱۰:۰۰) بجو د معیار او کیفیت ادارې په درېیم پوړ کې د تدارکاتو په آمریت کې ترسره کېږي.

More tenders

Mon, Aug 03 2026 3:54 PM Industrial Park – Past the new road – Kabul–Jalalabad Highway, Procurement Directorate, Standard and Quality Authority
Background image

Notice of Intent to Award Contract

Notice is hereby given to all natural and legal entities that the Standard and Quality Authority (ASQA) intends to award the contract for the "Major Maintenance and Renovation of All . . .

Mon, Aug 03 2026 3:25 PM Industrial Park – Past the new road – Kabul–Jalalabad Highway, Procurement Directorate, Standard and Quality Authority
Background image

Notice of Intent to Award Contract

Notice is hereby given to all natural and legal entities that the Standard and Quality Authority (ASQA) intends to award the contract for the "Procurement of Laboratory Equipment and . . .

Back to tenders

د اوزان او مقیاس ریاست د حقوقي مترولوژۍ د فعالولو او د آزمایښتون توکو د چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ بلنه