د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه
د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د ودانیزو ښیښو، کاشي، سیرامیک، لرګیو، عایق، تودوخې، رطوبت او غږ کارپوه؛ د رنګ، استر، تینر او سریښ کارپوه؛ د پي وي سي، پولي ایتیلین او پلاستیک کارپوه؛ د فلزاتو تخنیکر؛ د برېښنايي توکو لابراتوار تخنیکر؛ د نساجي، چرم او کاغذ عمومي مدیر؛ د پي وي سي، پولي ایتیلین او پلاستیک تخنیکر د درېیم او څلورم بستونو رقابتي ازموینه ترسره شوه.
یاده ازموینه د معیار او کیفیت ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عطاءالله فريد، د تخنیکي چارو مرستیال مولوي محمد آصف قانت، د کارکوونکو چارو رئیس، د مطابقت ارزونې رئیس، د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د استازو او د کارکوونکو چارو ریاست د مسؤلینو په ګډون سره پای ته ورسېده.
په دې ازموینه کې د یادو بستونو لپاره په سلګونو هغو کسانو ترمنځ سیالي وشوه چې د شرایطو مطابق یې غوښتنلیکونه لېږلي وو. له نېکه مرغه د کارغوښتونکو د شارټ لېسټ کولو پروسه او د ازموینې بهیر په دقیقه، شفافه او عادلانه توګه بشپړ شو.
د معیار او کیفیت اداره د خپل ادارې د جوړښت د لا پیاوړتیا لپاره مسلکي او کارپوه کدر جذب ته ژمنه ده او د وړ کسانو ګمارنه به د آزادې سیالۍ له لارې د تشو بستونو لپاره روانه وي.
د یادونې وړ ده چې د نورو تشو بستونو د شارټ لېسټ کولو پروسه هم په جریان کې ده او وړ نوماندان به په نږدې راتلونکې کې د ازموینې لپاره راوبلل شي.
