د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه
د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیضالله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې د معیار او کیفیت ادارې کوله، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسلکي او باصلاحیته استازو پکې ګډون درلود؛ په یادو کارخونو کې یې د معیارونو د پلي کېدو وضعیت، د تولید تګلارې او د محصولاتو کیفیت په هراړخیزه توګه وڅېړه.
د څارنې په لړ کې، د معیار او کیفیت ادارې د مشرتابه لخوا د دغو کارخونو شته ستونزې، اړتیاوې او ننګونې په مستقیم ډول واورېدل شوې او اړوندو برخو ته دې رسېدنې وعده ورکړله.
د یادونې وړ ده چې یادې کارخونې له دې وړاندې هم څارل شوې وې، وروستی بهیر د تعقیبي څارنې په چوکاټ کې ترسره شو، ترڅو د پخوانیو وړاندې شویو سپارښتنو د پلي کېدو کچه او د اصلاحاتو بهیر و ارزول شي.
د معیار او کیفیت اداره ټینګار کوي چې د داسې څارنو دوام د درملو د کیفیت په لوړولو، د مصرفوونکو د باور په زیاتوالي او د کورنیو معیاري تولیداتو په ملاتړ کې اغېزمن رول لري او دا لړۍ به په منظمه توګه دوام ومومي.
