د افغانستان لپاره د د چین هېواد د سټنډرډونو د لارښود تر عنوان لاندې تعلیمي پروګرام په سټنډرډ ملي اداره کې په آنلاین بڼه ترسره شو

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۰:۵۱
د افغانستان لپاره د د چین هېواد د سټنډرډونو د لارښود تر عنوان لاندې تعلیمي پروګرام په سټنډرډ ملي اداره کې په آنلاین بڼه ترسره شو

د افغانستان لپاره د ساختماني سکټور په برخه کې د چین هېواد د سټنډرډونو د لارښود تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام د چین د سټنډرډونو د څانګې له خوا په انلاین ډول پیل شو. د دغه پروګرام د پرانیستلو په مراسمو کې د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد، د چین د سټنډرډ نوښت ادارې مرستیال لی یوبینګ، د انسا ادارې تخنیکي سلاکار محمد طارق صافي، د مطابقت ارزیابي رئیس مفتی فضل الرحمن منصور، د پلان او پالیسۍ رئیس، د کابل پولیتخنیک پوهنتون استادانو او د اړوندو څانګومسوولینو ګډون کړی و.

د دغه پروګرام موخه په افغانستان کې د ساختماني سکتور په برخه کې د چین هېواد د معیارونو ازموینه او پرتله کول او د  سټنډرډ ملي ادارې د مسلکي ظرفیتونو لوړول وو.

د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال مفتي محمد حامد د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د چین د سټنډرډ ادارې له مسوولینو یې مننه وکړه. هغه زیاته کړه، د سوداګرۍ پر وړاندې د تخنیکي خنډونو لرې کول او د سوداګرو ترمنځ سالم رقابت رامنځته کول زموږ له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او موږ غواړو چې د افغانستان او چین ترمنځ ښې سوداګریزې اړیکې پراختیا ومومي.

د م ستندرد ملي ادارې تخنيکي مرستيال دغه راز په نورو برخو کې هم د  سټنډرډ ملي ادارې دکارکوونکو د مسلکي او تخصصي وړتياوو د لوړولو په برخه کې له چين څخه د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په لاندې برخه کې د چین د معیاري ادارې د کارپوهانو له خوا د ساختماني توکو لکه بټومین، سمنټو، سنډر بلاک، PVC، خاوره، کانکریټ او داسې نورو د ازمایښت د طریقې په اړه مفصل معلومات ګډونوالو ته وړاندې شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې د فني هیئت غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د کانونو د معیارونو د جوړونې فني هیئت غونډه جوړه شوه، چې د کانونو له سکتور سره اړوند د معیارونو مسوده وڅېړل شي او وروستۍ شي.

په دې تخصصي ناسته کې، مولوي محمد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین په اړه غونډه جوړه شوه

د چاپېریال جامدو مټریکسونو اړوند د معیارونو د مسودې د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې د چاپېریال معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، ددې ادارې په تالار کې جوړه شوه.

. . .

BACK TO NEWS

د افغانستان لپاره د د چین هېواد د سټنډرډونو د لارښود تر عنوان لاندې تعلیمي پروګرام په سټنډرډ ملي اداره کې په آنلاین بڼه ترسره شو