د انسا عمومي رئیس د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

admin_omid
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۰ - ۱۰:۵۱
د انسا عمومي رئیس د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونې له مشرتابه پلاوي سره وکتل

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رییس (انسا) دوکتور محمد موسی عَلَمي د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس خانجان الکوزي او د دې خونې د اداري او مالي چارو له مرستیال الحاج احمد توفیق داوري سره لیدنه وکړه.

ښاغلي الکوزي د انسا د عمومي رئیس په توګه د دوکتور محمد موسی عَلَمي د ګومارنې له امله مبارکي وویل او له انسا یې د سوداګرۍ او صنایعو خونې همېشنۍ او نږدې همکاره اداره وبلله. خانجان الکوزي د انسا پر وړاندې د شته ننګونو او کافي امکاناتو د نه شتون یادونه وکړه او دغه اداره یې د کیفیت د څار، تثبیت او کنټرول په برخه کې یوه مهمه او پالیسي جوړوونکې اداره وبلله. د سواګرۍ او صنایعو خونې رییس د سټنډرډ له ملي ادارې سره د سوداګرۍ سکټور کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

د انسا عمومي ر رئیس په ټولو برخو کې سټنډرډ جوړونه او په بهرنیو بازارونو کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو باکیفیته عرضه کول خپلې مهمې موخې وبللې او زیاته یې کړه چې پدې برخه کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې همکاري خورا اړینه ده. دوکتور محمد موسی عَلَمي د کورنیو لابراتوارونو اعتبارورکونه یا اکرېډیټیشن، کورنیو تولیداتو ته د سرټیفیکېټونو وېش او د وارداتي توکو ارزونه د انسا د لومړیتوبونو په توګه یاد کړل. ښاغلي عَلَمي د هغو چلنجونو یادونه وکړه چې انسا اداره ورسره مخ ده او پدې برخه کې یې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د همکاریو غوښتنه وکړه.

دغه راز، د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اداري او مالي چارو مرستیال د انسا د عمومي رئیس د طرحو او پلانونو له امله خوښي څرګنده او د همکارۍ د ډاډ تر څنګ یې زیاته کړه چې د سټنډرډ ملي اداره په هېواد، په ځانګړې توګه، د سوداګرۍ په برخه کې خورا مهم رول لري. ښاغلي داوري زیاته کړه چې د انسا په چارو کې لاسوهنه یوه ستره ستونزه ده. هغه ټینګار وکړ چې په هېواد کې د سټنډرډ او کیفیت څارونکی او پلی کوونکی د انسا اداره ده چې دغه چاره باید عملي شي.

ورپسې یو ځل بیا ښاغلي الکوزي د سټنډرډ مراعت کولو کې پر عامه پوهاوي ټینګار وکړ زیاته یې کړه چې د هېواد سوداګر او بزګر باید به دودیز حالت څخه راووځي او موږ باید له هغوی سره د سټنډرډ کلتور په پياوړي کولو او دودولو کې هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړو څو هر یو یې پخپله اړونده چاره کې د تخصص تر کچې ورسیږي.

دواړو لورو د همکاریو ژمنه وکړه او په هېواد کې د سوداګریزو چارو د سټنډرډ او معیاري کولو په برخه کې یې د اړونده ادارو همکاري او ملاتړ اړین وباله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴۹
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د یو شمېر مسلکي بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شوه

د معیار او کیفیت ادارې د مطابقت ارزونې ریاست اړوند د ډبرو سکرو لابراتوار تخنیکر؛ د ډبرو، خښتو، قیر او اسفالت جیو تخنیکي تخنیکر؛ د سمنټو، کانکریټو، ګچو او چونې لابراتوار تخنیکر؛ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۳۳
Background image

د معیار او کیفیت ادارې په کابل ولایت کې د اوسپنې ویلې کولو له سکټور څخه څارنه وکړه

د ریاست الوزراء اقتصادي کمیسیون د محترم مقام د لارښوونې پر اساس، ګډې څارونکې کمېټې د کابل په ښار او ولسواليو کې د اوسپنيزو توکو د تولید په برخه کې د داخلي معیارونو د پلي کولو د ارزونې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۱:۵
Background image

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني غونډه جوړه شوه

د معیار او کیفیت ادارې د نساجي او چرم د معیارونو د تدوین فني هیئت غونډه، د یو شمېر فني معیارونو د مسودو او د ازمایښت تګلارو د ارزونې او وروستۍ کولو په موخه، د دې ادارې په فني تالار کې. . .

BACK TO NEWS

د انسا عمومي رئیس د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونې له مشرتابه پلاوي سره وکتل