د ترکمنستان هیواد ترکمن ګاز د شرکت سره د سټنډرډ ملي ادارې آنلاین ناسته

Moasaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۱۴:۱۹
د ترکمنستان هیوا د ترکمن ګاز د  شرکت سره د سټنډرډ ملي ادارې آنلاین ناسته

۱۴۴۴هـ . ق ۳۰ صفر المضفر

د  سټنډرډ ملي ادارې په دفتر کې د اړونده سټنډرډونو او د هغې د سوداګرۍ په برخه کې د مایع ګاز ستونزو د حل په موخه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د سټنډرډ ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي مفتي محمد حامد، اداري او مالي مرستیال ښاغلي مولوي عطاء الله فرید، ښاغلی مفتي فضل الرحمن منصور د مطابقت ارزونې ریاست رئیس، د ملي سټنډرډونو او ساختماني کوډونو د تدوین ریاست رئیس، ستر سلاکار محمد طارق صافی، د پلان او پالیسۍ ریاست رئیس، د مقام سکرتر ګډون او د عامه پوهاوي او اړیکو امر او ویاند ګډون کړی وو.

پیل کې محترم مفتي محمد حامد د غونډې د اجنډا په اهمیت خبرې وکړې او د مایع ګازو د معیاري کولو په برخه کې یې د لازمو تدابیرو د نیولو او د ستونزو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د غونډې په دې کتنه کې د هېواد په بازارونو کې د ګازو د اوسني وضعیت او د هېواد د سوداګریزو د ستونزو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د ترکمنستان هیواد ترکمن ګاز د شرکت سره د سټنډرډ ملي ادارې آنلاین ناسته