د تړون (قرارداد) د ورکړې د پرېکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې د معیار او کیفیت اداره په پام کې لري ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اړوندو آزمایښتونونو (د ودانیزو توکو، برښنايي تجهیزاتو، نساجۍ، چرم او کاغذ او ډبرو سکرو) د اړتیاوړ توکو د چمتو کولو پروژې تړون د «سادات کوهستاني لوژستیکي خدماتو شرکت» سره چې د (۸۵۴۴۸) شمېرې جواز لرونکی او د کابل مرکز، اوومې ناحیې، د چهلستون د دهن باغ په سیمه کې موقعیت لري، په (۲،۵۴۳،۲۱۵) دوه میلیونه پنځه سوه درې څلوېښت زره دوه سوه او پنځلس افغانۍ ټولیز قیمت عقد کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه له دلايلو سره یوځای د معیار او کیفیت ادارې د تدارکاتو آمریت ته وسپاري.
پته: د کابل-جلال اباد د لويې لارې پر سر، نوی سړک، د صنعتي پارکونو ساحه، د افسوټر پخواني ریاست ته نارسیده، د معیار او کیفیت اداره.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نه ده او د یادې نېټې تر پوره کېدو او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه منعقد کېږي.
