د حلال خوراکي توکو د ملي سټنډرډ په اړه لومړنۍ غونډه سټنډرډ ملي ادارې کې جوړه شوه

Moasaq_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۱۰:۳
د حلال خوراکي توکو د ملي سټنډرډ په اړه لومړنۍ غونډه سټنډرډ ملي ادارې کې جوړه شوه

د سټنډرډ ملي ادارې د حلال معیارونو د پراختیا د تخنیکي کمېټې غونډه  د سټنډرډونو تدوین او ترویج ریاست د رئیس مولوي محمد حنیف په ګډون د دغه ریاست د تخنیکي غونډو په تالار کې جوړه شوه.
مولوي محمد حنیف د کمیټې په اهمیت او په هیواد کې د حلال خوراکي معیارونو د جوړولو د جدي اړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
دغه راز په بېلابېلو موضوعاتو هراړخیز بحثونه وشول او د حلال خوراکونو د ملي معیارونو د تعدیل په اړه د نظرونو تبادله وشوه.
د صحي خواړو کیفیت په برخه کې د حلال معیارونو تالیف د نړۍ په ځانګړي توګه د اسلامي هیوادونو لپاره خورا مهم دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۳:۸
Background image

د معیار او کیفیت ادارې یو محموله بې‌کیفیته بټرۍ بېرته وګرځولې

د معیار او کیفیت ادارې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو د حقونو د ملاتړ په موخه خپلو جدي هڅو په دوام، د بټريو یو محموله چې ۲۵ ټنه وزن یې درلود او له کورنیو معیارونو سره یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۱:۴۰
Background image

د خوړو د تولید او پلور پر مرکزونو د معیار او کیفیت ادارې تعقیبي څارنه دوام لري

د خوړو او درملو برخې د معیاري کولو او د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړولو په موخه، د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د معیار او کیفیت ادارې لخوا د درملو د تولید له کارخونو څخه تعقیبي څارنه وشوه

د معیار او کیفیت ادارې عمومي رئیس الحاج ملا فیض‌الله تمیم د یوه ګډ څارنیز پلاوي په مشرۍ په کابل ښار کې د درملو د تولید له ۳ فابریکو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

دغه څارنیز پلاوي چې مشري یې. . .

BACK TO NEWS

د حلال خوراکي توکو د ملي سټنډرډ په اړه لومړنۍ غونډه سټنډرډ ملي ادارې کې جوړه شوه